BBC
 شاته

خوست هوايي ډګر کې لومړۍ الوتکه کښېناسته

خوست

د خوست ملکي هوايي ډګر پر نوې رغول شوې ځغاستلیکه یا رنوې لومړی ځل یوه الوتکه په ازمایښتي ډول کښېناسته. ځايي چارواکي وايي، درې میاشتې وروسته به دغه هوايي ډګر عملاً فعال شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي چې د ځغاستلیکې ازمایښت پر مهال خوست کې و، وایی، په نږدې راتلونکي کې به د دغه هوایي ډګر د معیاري کولو لپاره د ځینو نورو پروژو چارې هم پيل شي.

''مونږ به د اطفایې مرکزونه، ځینې ودانۍ، سړکونه او موقتي ترمینل دریو میاشتو کې ورغوو چې رسمي الوتنو ته چمتو شو او د معیاري ټرمینل چارې هم پیلوو، چې دوو یا درېیو کلونو کې به بشپړ شي.

خوست هوايي ډګر به ۱۴ میاشتو کې ورغول شي

خوست کې ۱۵۰ کرپټي 'ګرین هوس' جوړېږي

خوست کې سر له سبا د ناقانونه موټرو پر تګ راتګ بندیز لګېږي

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو یو شمېر استازو، مدني فعالانو او ځینې قومي مشرانو د خوست هوایي ډګر د پروژې د کیفیت او پکې د شته فساد په اړه اندیښنې څرګندې کړې، خو اړوند چارواکي یې پر شفافیت ټینګار کوي. د خوست والي حکم خان حبیبي وايي:

''لومړی خو د دغې پروژې قراردادي مسایل دي، چې هغه مرکز پورې اړه لري دویم یې ودانیزې چارې دي، چې له قرارداد سره سم بشپړې شوې او هرڅوک او هره اداره کولای شي، چې چارې یې د قرارداد له مخې وڅېړي. زه ډاډ درکوم، چې تخنیکي پلاوي ماته راپور راکړی او دغه بشپړه پروژه د ډاډ وړ ده. ''

Image caption د هوايي ډګر د کار کیفیت به تړاو نیوکې هم شوې، خو چارواکي وايي له کاره ډاډه دي.

د دغه هوايي ډګر ځغاسته لیکه شا وخوا ۲۷ سوه متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې د انتظار ځایونو او موټر درولو ځایونو رغونې سره پرې ۷۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی. د هوايي ډګر لپاره د اسماعیل خېلو او تڼیو ولسیوالو تر منځ پيڼځه زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.