BBC
 شاته

افغان حکومت: د جرمونو نړېواله محکمه دې خپل پام پر وسله والو ډلو ټول کړي

Image caption افغان حکومت وايي نظام يې د جنگي جرمونو د پلټنې وړتيا لري

افغان حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې هغه اعلان ته چې په افغانستان کې د احتمالي جنگي جرمونو پلټنې لپاره يې رسما" د اجازې غوښتنه کړې ويلي، قضایي نظام يې د اړوندو مسایلو څېړنې ته کافي دى او له دغې محکمې يې غوښتي چې خپل پام پر وسله والو ډلو ټول کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي بي بي سي ته وويل:

" په افغانستان کې په بېلابېلو کلونو، په ځانگړې توګه په دې وروستیو کلونو کې ترهګرو ډلو د بشر ضد جنایتونه کړي او د افغانستان خلکو ډېرې قربانۍ ورکړي. زموږ عدلي او قضایي بنسټونه دا وړتیا لري چې په دې اړه پلټنې وکړي. خو د دې جنایتونو شمېر او کچه ډېره لوړه ده نو ځکه نړیوال محاکم هم کولی شي چې د نړیوالو ميکانیزمونو په کارولو سره دا قضیې وڅېړي."

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بن سودا د دغې له قاضيانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنگي جرمونو په اړه د پلټنو اجازه ورکړي.

آغلې بن سودا ويلي د هغو شواهدو له مخې چې تر لاسه شوي، که اجازه ور کړل شي نو د نړیوالې جنايي محکمې له قاضیانو به د هغو کسانو د جلب او نيولو حکم وغواړي چې تر ټولو ډېر مسوول دي.

د جرمونو د نړېوالې محکمې څارنواله وايي پلټنې به د هغو احتمالي جنگي جنايتونو په اړه وي چې ويل کېږي د سي. آى. اې، امريکايي ځواکونو، افغان ځواکونو، طالبانو او نورو ډلو له لوري تر سره شوي دي.

طالبانو بیا د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له خوا د بشري او جنګي سرغړنو او احتمالي جرمونو پلټل اړین بللي، خو وایي خپل لوري یې جنایتونه نه دي کړي. د طالبانو يوۀ ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل پر خپله ډله د جنګي جرمونو تورونه ردوي او داسې شواهد نه شته چې د طالبانو سرغړونې ثابتې کړی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فاتو بن سودا وايي د هغو جرمونو څېړنه به وکړي چې په افغان جګړه کې ښکیلو خواوو کړي دي

خو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون بيا په دغه هېواد کې د جنګي جرمونو د پلټنې له پاره د نړیوالې څارنوالې غوښتنه یو ارزښتناک ګام بللی دی.

کمیسیون په خپله په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنې او ارزونې له پاره د انتقالي عدالت طرحه جوړه کړې چې د څو لسیزو په ترڅ کې تر سره شوي جنایتونه رانغاړي.

امنسټي' د کابل پر پوځي روغتون بريد جنګي جنايت وبالۀ

غږ سیما سمر- دولت د بشري حقونو سړوونکي نه محاکمه کوي

د افغانستان بشري حقونو یوه کمشنر عبدالرحمان هوتک وویل اوس هر څه په دې پورې اړه لري چې افغان حکومت له نړیوالې جنایي محکمې سره څومره همکاري کوي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.

د دغې محکمې څارنوالې د جګړې له قربانیانو هم غوښتي چې په څېړنو کې له دوی سره مرسته وکړي. اى. سي. سي له افغانانو غوښتي، له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې کوم جنګي جرمونه پېښ شوي، د دغې محکمې په ویب سایټ کې د راتلونکي م کال تر جنورۍ پورې د افغانستان په رسمي ژبو ثبت کړي.