BBC
 شاته

د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې 'استعفا وکړه'

رابرټ موګابې د انځور حقوق AFP
Image caption رابرټ موګابې نژدې ۳۷ کاله پر خپل هېواد واکمن و

د زمبامبوې پارلمان مشر جېکب مودیندا ویلي، د دغه هېواد ولسمشر رابرټ موګابې استعفا کړې. دغه ناڅاپاپي اعلان داسې مهال شوی، چې د هېواد پارلمان د ۹۳ کلن ولسمشر خلاف د یوه اعتراضي حرکت په تړاو بحث کاوه.

سره له دې چې پوځ تېره اونۍ پوځ واک تر لاسه کړ او د ښاغلي موګابې د واکمنۍ خلاف پراخ لاریونونه وشول، نوموړي له استعفا کولو انکار کړی و. رابرټ موګابې له ۱۹۸۰ کال راهیسې چې زمبابوې خپلواکي تر لاسه کړه، دغه هېواد کې واکمن و.

له دې مخکې د زمبابوې د واکمن ګوند له خوا ولسمشر روبرټ موګابې ته د استعفا وړاندې کولو ضرب الاجل پای ته ورسېد، چې له هغه وروسته د ګوند مشرانو ویلي و د هغه د ګوښه کولو په تړاو غونډه جوړوي.

د زیمبابوې ولسمشر استعفا ته ضرب الاجل پای ته رسېدلی

زېمبامبوې: د موګابې استعفا غوښتونکو پراخ لاریون

زمبابوې پوځ د رابرټ موګابې خلاف لاریون ملاتړ اعلان کړی

د نوموړي د استعفا اعلانولو ضرب الاجل په ځايي وخت د دوشنبې په ورځ ماسپښین دوې بجې (ګرینویچ لس بجې) پای ته ورسېد.

واکمن ګوند ویلي و، که موګابې پخپله خوښه استعفا ونه کړي، دوی به یې له دندې ګوښه کړي.

تېره سې شنبه د زمبابوې پوځ کودتا ته ورته یوه ګام کې پر واک ولکه وکړه او پر دغه هېواد د پوځ واکمنېدلو سره د ولسمشر موګابې د ګوښه کېدلو فشار هم زیات شو.

ښاغلي موګابي په کور کې د نظر بند کولو په اړه وویل پوځ په دې اقدام سره کوم ناوړه کار نه دی کړی.

ښاغلي موګابې دوې اونۍ مخکې خپل مرستیال ایمرسون مننګاوا له دندې ګوښه کړ او داسې ګومان کېږي چې همدغه پرېکړه یې له واکه د ګوښه کېدو لامل شوه.

د انځور حقوق EPA
Image caption د یکشنبې پر ورځ ښاغلي موګابي ټلویزیوني وینا کې د خلکو او د خپلو ګوند له هغو غوښتنو په څنګ تېر شو چې له واکه د ده د ګوښه کېدو ټینګار پکې شوی و.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د نوموړي دغې پرېکړې ته په داسې نظر کتل کېدل، چې ګواکې خپلې مېرمنې ګرېس موګابې ته د خپل ځای ناستې په توګه لار هواروي.

دې سره زمبامبوې پوځ پر واک کنترول تر لاسه کړ او ښاغلی موګابې یې کور کې نظر بند کړ.