د نایجریا یوه جومات کې ځانمرګي برید ۵۰ کسان وژلي
د نایجریا پولیس وايي، د شمالي ختیځ موبي ښار په یوه جومات کې ځانمرګي برید لږترلږه ۵۰ کسان وژلي دي.
د سهار لمانځه پرمهال د برید پروخت اداما جومات له لمونځ کوونکو ډک و.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید نه دی منلی. اسلامپالې بوکو حرام ډله معمولاً د نایجریا شمالي سیمو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پرځایونو بریدونه کوي.
د بوکو حرام په اته کلني بغاوت کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
یوه بمګر د جومات د ننه د لمونځ کوونکو کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.
د ابو بکر سول په نوم یوه عیني شاهد اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، ښکاري چې بمګر هم د لمونځ کوونکو له منځه وو.
بوکو حرام ډله
په ۲۰۰۲ کال یې بنسټ اېښودل شوی
په سیمه ییزه ژبه بوکو حرام د "لوېدیځ تعلیم حرام" په معنا دی
په ۲۰۰۹ کال یې د یوه اسلامي دولت د جوړېدو په پلمه بریدونه پیل کړل
د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۳ کال دغه ډله ترهګره وبلله
په ۲۰۱۴ کال یې تر واک لاندې سیمو کې د خلافت اعلان وکړ
اوس پوځ ډېری هغه سیمې نیولې، چې له بوکو حرام ډلې سره وې