ډونلډ ټرمپ شمالي کوریا د ترهګرۍ ملاتړی حکومت اعلان کړ
د امریکا ولسمشر وايي، د شمالي کوریا حکومت بیا د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ ته ور زیاتوي.
شمالي کوریا نهه کاله وړاندې په دې نوملړ کې وه، خو د امریکا حکومت وروسته ترې واېسته.
ډونلد ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپلې کابینې ته وویل چې دا ګام یې پر پیونګ یانګ د "ډېرو سختو" بندیزونو د لګولو سریزه ده چې د سې شنبې په ورځ اعلانېږي.
* شمالي کوریا: د پټ دولت نهه حقیقتونه
* روسیه د شمالي کوریا له کړکېچ سره څه کوي؟
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د شمالي کوریا پرضد باید دا ډول هڅې "ډېر مخکې" شوې وی.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر پیونګ یانګ بیا بیا نیوکه وکړه چې "اټومي وسلې تولیدوي او د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړی" دی.
شمالي کوریا تر ۲۰۰۹ کال د واشنګټن د "ترهګرۍ ملاتړو" هېوادونو نوملړ کې وه، خو د جورج بوش حکومت له پیونګ یانګ سره د اټومي تړون په چوکاټ کې د اهېواد له دې نوملړ واېست.
ښاغلی ټرمپ وايي، دا ګام ساده او ناسم و او نه یواځې اټومي جګړې خطر یې کم کړ بلکې شمالي کوریا یې نوره هم زړوره کړه.
څارونکي دا ګام سمبولیک بولي او وايي چې پر پیونګ یانګ به پاموړ عملي اغېز ونه لري.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له هغه نوملړ د شمالي کوریا اېستلو ته په اشارې وویل: "ښکاره ده چې هغه ګام بې پایلې و، ځکه اوس وینو چې له کوم حالت سره مخ یو".
رېکس ټېلرسن زیاته کړه، دې نوملړ ته د شمالي کوریا د ور زیاتولو موخه دا ده چې "دغه هېواد هغو هڅو ته ځواب ووايي چې په وروستیو څو میاشتو یا نږدې یو کال کې یې کړې دي".
دوه میاشتې مخکې متحده ایالتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول چې د تېلو صادراتو بندول او د دغه هېواد د مشر کیم جونګ اون د بهرنۍ پانګې کنګلول پکې راځي.
دا بندیزونه د شمالي کوریا د شپږمې اتومي ازموینې او پرلپسې لرواټنه توغندیو د ازمویلو په ځواب کې و.