BBC
 شاته

"ډزې ډېرې شوې، وډارېدو او وتښتېدو"

Image caption بچ شوی حیدر علي.

تېره اونۍ د بلوچستان په تربت کې د دوو پېښو له امله ۲۰ کسان ووژل شول چې بې قانونه اروپا ته تلل.

چارواکي وايي، دا کسان بلوڅ بېلتونپالو په نښه کړي.

په دې پېښه کې د پنجاب د سیالکوټ یو ۱۷ کلن ځلموټی ماجد ګهمن وژل شوی او بل ۱۶ کلن حیدر علي ژوندی کور ته ستون شوی دی.

* بلوچستان کې د پنجاب پنځلس اوسېدونکي وژل شوي

* بلوچستان کې وسلوالو ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۳ ټپیان کړل

دوی له خپلو دریو نورو کلیوالو سره غوښتل چې د کار روزګار په هیله د بلوچستان له لارې تر یونان او بیا نورې اروپا ته ورسېږي.

حیدر علي په داسې موټر کې سپور و چې له په نښه شوي ګاډي لږ شاته و.

دی وايي کله چې کوټې ته ورسېدل، قاچاقبرو په دوو ډلو ووېشل او دوو ګاډو کې یې سپاره کړل.

"موږ پنځلس هلکان وو، نور پنځلس هلکان بل ګاډي کې سپاره وو، ټول ۳۰ کسان وو".

Image caption حیدر علي له مور پلار سره.

دی وايي، په لار کې یې تلاشۍ ته موټر ډېر ودرېد چې لږ لاړل په مخکېني موټر ډزې پیل شوې.

"ډزې ډېرې شوې وډار شوو، منډه مو کړل. ټوله شپه مو منډې وهلې".

وروسته له یو پښتانه سره مخ شوي او هغه هم تر پنجګور رسولي دي.

* کوټه کې د ښځو لومړنی هوټل

* کوټه کې وسلوالو څلور پولیس ووژل

حیدر علي وايي، له دې خبر نه و چې په ناامن لار روان دي.

"موږ په دې هیڅ خبر نه و چې بلوچستان کې حالات دومره خراب دي. ځکه قاچاقبر راته ویلي و چې په یوه اونۍ کې مو ترکیې ته رسوي".

دی وايي، قاچاقبر یو لک او ۳۵ زره روپۍ ترې اخیستې وې، خو له پېښې وروسته ورک شو او پیسې یې هم لاړې.

Image caption د ماجد ګمن مور وايي قاچاقبر ورته ویل، زوی یې ایران ته رسېدلی، خو له اینټرنېټ خبر شول چې وژل شوی دی.

حیدر علي ژوندی کور ته ستون شو، خو ور سره ملګری ماجد ګهمن مړ وموندل شو.

د هغه مور وايي، قاچاقبر ورته ویلي و چې زوی یې ایران ته اړولی:

"موږ ته یې دا ونه ویل چې زوی مو مړ شوی، موږ له اینټرنېټ خبر شو".