BBC
 شاته

"د امریکا، افغان پوځ او طالبانو جنګي جرمونه به څېړو"

د انځور حقوق AFP

په افغانستان کې د جنګي او انسانی ضد جرمونو د څېړلو په اړه د رسمي غوښتن لیک په مناسبت د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بن سودا په تازه څرګندونو کې ویلي د عدالت منګولو ته د شکمنو کسانو د سپارلو لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

دې دا څرګندونې تېره ورځ له محکمې د رسمي اجازې د غوښتلو پر مهال وکړې.

نوموړې د نومبر پر څلورمه هم د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي له قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ور کړي.

* افغان زندانونو کې ربړونه نه ده ختمه شوې

* نړیواله جنايي محکمه:‌ ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي

دا وايي د هغو شواهد له مخې چې دي تر لاسه کړي که اجازه ور کړل شي د نړیوالې جنايي محکمې له قاضیانو به وغواړم چې هغه کسان جلب کړي او یایې د نیولو امر وکړي چې تر ټولو ډیر مسوول دي:

"دې ته دې نه کتل کیږي چې دغه کسان چې د افغانستان په تړاو یې ناوړه جرمونه کړي څوک دي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوموړې اول ځل د نومبر پر ۴ دا غوښتنه وکړه.

مېرمن بن سودا وايي د هغو جرمونو څېړنه به وکړي چې په افغان جګړه کې ښکیلو خواوو کړي دي.

"هغه جنګي او بشریت ضد جرمونه به څېړو چې طالبانو او د هغوی ملاتړې شبکې حقانې ډلې کړي ، هغه جنګي جرمونه به څېړو چې افغان ځواکونو په تېره ملي امنیت او پولیسو کړي".

د نوموړې په خبره، هغه جنګي جرمونه به هم څېړي چې امریکايي ځواکونو په تېره سی ای اې په افغانستان کې د ننه په پټو زندانونو او د افغانستان په تړاو په نورو هېوادونو کې کړي دي.

* ''کرزي د جنګې جرایمو د پلټنو مخه نه ده نیولې''

* ''پر افغان ولسي وګړو بریدونه جنګي جنایتونه دي''

د هغې د څرګندونو له مخې هغه جرمونه به څېړې چې د ۲۰۰۳ د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې را په دیخوا شوي ، خو هغه جرمونه هم له نظر نه شی غورځولی چې د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې له لومړۍ را وروسته شوي دي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.

نوموړې د جګړې له قربانیانو هم غوښتي چې په څېړنو کې له دوی سره مرسته وکړي.

مېرمن بن سودا وايي قربانیانو او یا د هغوی استازو ته د خپلو څېړنو په اړه خبر ورکوي او دوی د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې تر ۳۱ نیټې خپل شکایتونه د نړیوالې محکمې قاضیانو ته سپارلی شي.

د انځور حقوق .

په افغانستان کې په روانه جګړه کې د جنګي جرمونو رپوټونه ورکړل شوي او ملکي وګړو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د معلوماتو له مخې تېر کال د ملکي وګړو د مرګې ژوبلې ډیره برخه د دولت ضد وسله والو پر غاړه وه.

د یوناما د شمیرو له مخې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو شپیته سلنه د وسله والو چې ډیره برخه یې طالبان دي، ۲۴ سلنه د دولت پلوو ځواکونو پر غاړه ده ، او لس سلنه یې د ښکیلو له خواوو په جګړه کې وژل شوي دي.