BBC
 شاته

د لاجوردو لار، اروپايي مارکېټ ته د افغان سوداګرو لاسرسی

د افغانستان حکومت وايي، تمه لري د لاجوردو د ټرانیزیتي لارې له لاسلیک وروسته اروپايي مارکیټونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی اسانه شي.

تېره اوونۍ په عشق اباد کې افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان،ازربایجان او ترکیې داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې افغان توکي د منځني اسیا او ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته رسول کېږي.

د لارجوردو لار چې ګومان کېږي، افغانانو شل پيړۍ پخوا کارولې، اروپايي مارکیټونو د افغانو سوداګررو تر ټولو لنډه او ارزانه لاره بلل کېږي.

اریا احمدزۍ د افغانستان د بهرنیو چارو د اقتصاد برخې له مرستیالې وزیرې عادلې راز سره د دې لارې پراقتصادي اهمیت غږېدلې.