د خوړو د ضایع کېدو مخنیوي
د ناکارول شويو او اضافه خوړو غورځول، که پلورنځي وي او که کورنۍ، دلته بريتانيا کې اقتصاد ته په ۲۳ ميليارډ ډالرو تمامېږي.
مبارزچيان وايي د دغو اضافه خوړو د ډېرو غورځولو مخنيوی يې کېدای شي. خو که کروندګر، پلورونکي او پېرېدونکي يو څو ساده ګامونه واخلي، له دغو اضافه خوړو لا ډېره ګټه اخيستل کېدی شي.