BBC
 شاته

"هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم د سینه بغل له کبله مري"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روغتیاپالانو په وینا، په وروستیو کې کلونو د سینه - بغل ناروغي د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې کمه شوې ده، خو لا هم تر ټولو ډېر ماشومان د دغې ناروغۍ له امله په دې هېواد کې مري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه هېواد کې هر پنځه ساعته وروسته یو ماشوم د سینه - بغل ناروغۍ له امله مري.

دا خبرې نن د سینه - بغل ناروغۍ نړیوالي ورځې لمانځنې په غونډه کې د دغه وزارت مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان وکړې. د نوموړي په وینا، هر کال په سینه او بغل یو میلیون او درې سوه اخته ماشومان دولتي روغتونونو ته د درملنې په موخه راځي.

د اندرا ګاندي روغتون په افغانستان کې د ماشومانو درملنې تر ټولو لوی روغتیايي مرکز په هرې خونې کې په لسګونه په سینه- بغل اخته ماشومان پراته دي.

د کوچنیانو ژړا، د سینې غږ او د دوی په پوزو کې د اکیجسن پیپونه په افغانستان کې د یوې خطرناکې او پراخې ناروغۍ انځور ښيي.

سینه- بغل په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي.

۴۰ کلنه شکیبا، چې د پنځو ماشومانو مور ده، د کابل له قره باغ ولسوالۍ نه په سینه - بغل اخته خپله درې میاشتنۍ لور د کابل اندرا ګاندي روغتون ته راوستې ده.

یوازې په دې خونه کې د شکیبا غوندې تر شلو ډېرې اندېښمنې مېندې لیدل کيږي چې د خپلو ناروغو ماشومانو ساه ایستلو ته ځیر دي.

یو نوي سلنه افغان ماشومان له روحي یا فزیکي زور زیاتي ځوریږي

۴۱٪ افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي

تلاسیمیا په افغانستان کې غمیزې زېږوي

"افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبله دوه برابره ډېره شوې"

د افغانستان روغتیا وزارت مني، سینه- بغل افغان ماشومانو ته لوی ګواښ دی. د دغه وزارت په خبره د درملنې په موخه د ټول افغانستان په ۲۵۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د سینه- بغل ناروغۍ درملنې لپاره یوه ځانګړې څانګه پرانیستې ده.

د دغه وزارت مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان وايي په ټول افغانستان کې د مېندو او پلرونو ته د سینه- بغل ناروغۍ په باره کې د پوهاوي ور کولو لپار دېرش زره رضا کاره کار کوونکي په دندو ګمارلي دي.

ښاغلي پیکان زیاتوي یوازې تېر کال د سینه - بغل ناروغۍ په برخه کې یې شاوخوا ۲۰۰۰ ډاکتران روزلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سینه- بغل په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي.

په افغانستان کې ډاکتران وايي ککړه او سړه هوا، د نویو زېږېدو ماشومانو د پالنې په اړه لږ پوهاوی، په سینه - بغل د ماشومانو د اخته کېدو لوی لاملونه ګڼل شوي دي.

خو تر هغه چې دا ستونزه حل کيږي، په افغانستان کې په هرو پنځو ساعتو کې په سینه - بغل اخته ماشومانو له ډلې د یوه ژوند اخلي.