BBC
 شاته

د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي ولیعهد او د ایران مذهبي مشر.

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکي له ډېر وخت راهیسې کړکېچن دي، خو اوس لا ډېر خراب شوي، دا ولې؟

دواړه هېوادونه منځني ختیځ کې ستر هېوادونه دي او په سیمه کې خپله خپله برلاسي غواړي.

د دواړو ترمنځ د ټکر لوی لامل هم مذهب دی. ډېری ا یرانیان شیعه دي او د سعودي عربستان ډېر وګړي سنيان دي.

* لیبیا کې ولې ګډوډي ده؟

* د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟

د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې هم د سني شیعه مسله شته.

د ځینې هېوادونو ډېری وګړي سني او ځینې بیا شیعه اکثریت دي.

په کومو هېوادونو کې چې شیعه ډېری دي د ایران مرستې ته یې سترګې نیولې او چې وګړي یې تر ډېره سنیان دي د سعودي عربستان په لور ګوري.

اصلي جنجال څه دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران کې پر ۱۹۷۹ کال د ایت الله خمیني په مشرۍ د شیعه انقلاب په راتلو سره د سعودي عربستان ننګول پیل شول.

اسلام له سعودي عربستان پیل شوی، ځکه اوس هم ځان د اسلامي نړۍ مشر بولي.

خو پر ۱۹۷۹ کال ایران کې د اسلامي انقلاب په راتګ سره سیمه کې یو نوي ډول مذهبي حکومت جوړ شو او ویې ویل، مهمه موخه یې خپله کړنلار له خپلې پولې بهر ته رسول دي.

* سعودي عربستان د ' ترهګرۍ خلاف اسلامي اتحاد ' اعلان کړی

* عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي

په دې سره د سعودي عربستان د حیثیت ننګول پیل شول.

حالات تر دې ځای څنګه راغلل؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر عراق د امریکا په یرغل او د صدام حسین په پرځېدلو پسې د ایران تله درنه شوه.

تېرو ۱۵ کلونو کې د ځینې پېښو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو.

پر ۲۰۰۳ کال امریکا پر عراق یرغل وکړ سني عرب او د ایران دوښمن صدام حسین یې وپرځاوه.

په دې سره د واک او ځواک تله د ایران په لور درنه شوه، ځکه په عراق کې اوس شیعه اکثریت واکمن دی.

پر ۲۰۱۱ کال عرب پسرلي په سیمه کې بدلون او ګډوډي جوړه کړه، چې له امله یې څو هېوادونه د بې ټیکاوۍ ښکار شول.

سعودي عربستان او ایران دا پېښه د خپل اغېز د کړۍ پراخولو لپاره وکاروله.

سوریه، بحرین او یمن د دې رسۍ اصلي ښکار شول او ور سره د سعودي عربستان او ایران ترمنځ سیالي پراخه او خلیج ورته نور هم ژور شو.

د ایران مخالفان وايي، چې تهران پر ټول منځني ختیځ ولکه ټینګول غواړي او تر روم سمندرګي خپلې منګولې غځوي.

په دې هدف کې تر ډېره ایران بریالی شوی هم دی.

په سوریه کې ایران او روسیه- چې د ولسمشر بشار اسد د حکومت ملاتړي دي- د هغو مخالفو وسلوالو په ماتولو تر ډېره بریالي شوي، چې سعودي عربستان یې تر ټولو لوی ملاتړی و.

ریاض د تهران د زیاتېدونکي اغېز په مقابل کې لاس او پښې وهي او ځوان ولیعهد محمد بن سلمان دې سره تاوتریخوالی نور هم زیات کړ.

هغه د سعودي عربستان سوېل ته په یمن کې د حوثیانو پرضد جګړه پیل کړه چې هلته د ایران اغېز ختم کړي، خو په دریو کلونو کې دا جګړه یواځې درنه بیه ورته لري.

ډېر شنونکي وايي، سعودیانو د لبنان لومړی وزیر استعفا ته اړ اېست، چې په دې ډول لبنان کمزوری کړي، ځکه هلته د ایران ملاتړی ملېشه ګوند حزب الله برلاسی دی.

پر دې سربېره دلته بهرني ځواکونه هم بوخت دي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان پلوی دی او اسراییل هم ایران خپل دایمي دوښمن بولي او په یو ډول د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

اسراییل وېرېږي چې ایران ملاتړي سوریايي وسلوال د دوی تر پولې رسېږي.

اسراییل او سعودي عربستان هغه دوو هېوادونه دي چې پر ۲۰۱۵ کال یې د ایران اټومي پروګرام په هکله د نړیوال تړون سخت مخالف کاوه او ویل یې چې دا تړون سم نه دی.

سیمه ییز ملاتړي

v د انځور حقوق Getty Images

د منځني ختیځ نخچه تر ډېره د سني او شیعه درز انځور ښيي.

د سعودي عربستان په ټلواله کې متحده عربي امارات، کویټ، بحرین، مصر او اردون دي.

د ایران خواته هم د سوریې پر حکومت سربېره د حزب الله په څېر شیعه ملېشه ډلې دي.

د عراق اکثریت شیعه حکومت هم د ایران ملاتړی دی، که څه هم د اسلامي دولت جګړه کې یې د امریکا پر مرستو تکیه درلوده.

د ایران او سعودي عربستان دا سیالي په څو وجو د امریکا او روسیې ترمنځ سړې جګړې ته ورته ده.

دا دواړه هېوادونه له یو بل سره ښکر په ښکر نه کېږي، خو د خپلو ملاتړو په لاس سره جنګېږي.

ر

یمن یې ښه بېلګه ده، چې سعودي عربستان پر ایران تور ولګاوه چې حوثي وسلوالو ته توغندي برابروي او هغوی یې بیا ان د سعودي پرضد د بریدونو لپاره کاروي.

د یمن جبه کې نښتی او سوریه کې نږدې مات شوی سعودي عربستان اوس داسې ښکاري چې لبنان د جګړې نوی ډګر غوره کوي.

وېره ده چې لبنان هم د سوریې په څېر د ګډوډۍ ښکار شي، خو کارپوهان وايي، چې هلته هم سعودي عربستان بریالی کېدلی نه شي.

لبنان کې د دواړو ترمنځ جنجال ته اسراییل هم په اسانۍ لمن وهلی شي، ځکه له حزب الله سره یې له اوله هم اړیکي خراب دي.

ځینې پوهان دا هم وايي، چې د سعودي عربستان ولي عهد غواړي حزب الله او اسراییل سره وجنګېږي او په دې ډول د ایران ملاتړې دا ملېشه په یو نه یو ډول کمزورې کړي.

د دواړو ترمنځ نېغه جګړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان او ایران ترمنځ خلیج کې د اوبو پولې سره نښلي.

دمګړۍ ریاض او تهران په نیابتي جګړه کې سره لاس او ګرېوان دي او یو هم له بل سره نېغه جګړه نه غواړي، خو د یمن له لوري پر سعودي عربستان د بریالي توغندي غورځېدل دا ټوله نخچه بدلولی شي.

یو ځای چې دوی دواړه جنګېدلی شي خلیج دی، هلته د دواړو سمندري پولې سره لګېږي.

امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو ته خلیج کې د تګ را تګ ازادي ډېره مهمه ده او که دلته جګړه کېږي نو د تېلو له پلوه دا تر ټولو مهمه لار بندېږي، په دې ډول امریکا هم په دې جګړه کې ښکېلېدلی شي.

امریکا او ملاتړې ټلواله یې له یوې مودې راهیسې وايي چې ایران د منځني ختیځ ګډوډي غواړي.

سعودي مشرتابه ایران د خپل پایښت لپاره خطر بولي او ولي عهد یې د دې خطر د مخنیوي لپاره هر اړین ګان پورته کول غواړي.

خو د سعودي عربستان دا نوې هڅې دا سیمه نوره هم د ګډوډۍ کندې ته غورځوي.