BBC
 شاته

۱۷ کاله وروسته یوه هندۍ د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل شوه

د انځور حقوق Getty Images

په چین کې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د ښکلا ملکې سیالي د هند ۲۰ کلنې منوشي چهلر وګټله.

دا شپږمه هندۍ ده چې د نړۍ د ښکلا ملکه غوره کېږي.

په دې سیالۍ کې د مکسیکو ښکلې نجلۍ دویم او د برتانیا ښکلې نجلۍ دریم ځای نیسي.

* د ښکلا له ترکۍ ملکې ولې لقب واخیستل شو؟

* د ښکلا هغه ملکې چې تاجونه یې بېرته ورنه واخیستل شول

په چین کې د شنبې په ورځ د نړۍ د ښکلا ملکې مراسمو کې له ۱۰۸ د ډېرو هېودونو ښکلو پېغلو ګډون کړی و.

د پیورټو ریکو اوسېدونکې- چې پر ۲۰۱۶ کال یې دا سیالي ګټلې وه- په دې مراسمو کې یې منوشي ته تاج ور په سر کړ.

په چین کې دا مراسم په لسګونو میلیونو خلکو نېغ یا ژوندي ولیدل.

د انځور حقوق AFP

منوشي چهلر د ۱۹۹۷ کال د مۍ پر ۱۴ په نوي ډېلي کې زېږېدلې او له دې مخکې یې د خپل هېواد په هریانه کې هم د هند د ښکلا ملکې نوم وګاټه.

د طب زدکوونکې منوشي د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ کې د برتانیا، فرانسې، کینیا او مکسیکو ښکلو ته ماتې ور کړه.

* افغانه پېغله د ښکلا ملکه شوه

* د عراق او اسراییل د ښکلا ملکو ګډ انځور غوغا جوړه کړه

منوشي دا بری د خپلې مور له برکته بولي او وايي، چې هغه یې خپل ایډیال ده.

د هند وتلې هنرمنې پرینکا چوپړا د خپل هېواد لپاره په وروستي ځل پر ۲۰۰۰ کال دا ویاړ ګټلی و.

له هغه ۱۷ کاله وروسته منوشي چهلر شپږمه هندۍ ده چې د نړۍ د ښکلا ملکه جوړېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر کال د ښکلا ملکه منوشي ته تاج ور په سروي.