BBC
 شاته

هلمند کې د طالبانو له بنده ۴۱ بندیان ژغورل شوي

هلمند د انځور حقوق Reuters

د افغانستان په سوېل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو له زندانه ۴۱ بندیان خوشي کړي.

طالبان وايي، د دوی د جنايي بندیانو پر زندان امریکايي او افغان ځواکونو برید کړی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزي ویلي، د هلمند نوزاد ولسوالۍ کې یې د طالبانو له یاد زندان ۴۱ بندیان خوشي کړي دي.

نوزاد د هلمند مرکز لښکرګاه په شمال کې پرته ولسوالي ده، چې تر ډېره پرې وسله وال طالبان واکمن دي.

سرچینه وايي، په ژغورل شویو بندیانو کې ۲۰ پولیس او نور ولسي وګړي دي.

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، خوشي کړل شوي بندیان جنايي وو، چې په وینا یې د غلا، تښتونې، شخصي دعوو او نورو جرمونو په تور نیول شوي وو.

طالبان وايي، په دې زندان کې د افغان حکومت هېڅ پولیس هم نه و او د زندان امنیت هم چندان ټینګ نه و.