BBC
 شاته

زمبامبوې: د موګابې استعفا غوښتونکو پراخ لاریون

هرارې د انځور حقوق EPA
Image caption زرګونه کسان د پلازمېنې هرارې لارو کوڅو ته راوتلي وو او د ولسمشر موګابې د استعفا غوښتنه یې کوله

زمبابوې کې زرګونو کسانو د پوځي کنترول په ملاتړ لاریون کړی او له ولسمشر رابرټ موګابې یې غوښتي، چې استعفا وکړي.

دوی د ښاغلي موګابې تصویرونه وڅېرل او د هغه استوګنځي او دفتر پر لور یې لاریون وکړ. پوځیانو د چهارشنبې پر ورځ له هغه څو ورځې وروسته چې ښاغلي موګابې خپل مرستیال له دندې ګوښه کړ، د چارو کنترول تر لاسه کړ.

دولتي ټلویزیون ویلي ښاغلی موګابې به د یکشنبې پر ورځ له پوځیانو سره خبرې وکړي. ۹۳ کلن موګابې له ۳۷ کلونو راهیسې پر خپل هېواد واکمني کړې.

بل لور ته پوځیانو ویلي خلکو ته به د خبرو په اړه 'ژر تر ژره ' معلومات ورکړي.

پوځ او واکمن زانو - پي ایف ګوند د شنبې ورځې لاریون ملاتړ کړی. د زمبامبوې خپلواکۍ جګړې رضاکارو هم د ولسمشر استعفا غوښتنه کړې، چې تر پروسږکاله د ښاغلي موګابې پلویان وو.

زمبابوې پوځ د رابرټ موګابې خلاف لاریون ملاتړ اعلان کړی

موګابې د اووم ځل لپاره د زمبابوې ولسمشر شو

د ولسمشر رسمي استوګنځي مخې ته یو شمېر لاریونیانو احتجاجي ناسته وکړه او اپوزیسیون مشر مورګان څوانګیرای ورته وینا وکړه.

هرارې کې د بي بي سي خبریال اندریو هارډینګ وايي، دا ښايي د ښاغلي موګابې لپاره وروستۍ کرښه ده او کېدای شي د نوموړي لپاره د بیا واک تر لاسه کولو فرصت نه وي.

زموږ خبریال وايي حالت داسې معلومېږي، چې ښايي وضعیت د زانو پي ایف ګوند له کنتروله هم ووځي او د یوه پراخ بنسټي موقت حکومت غوښتنه وشي، چې اپوزیسیون هم په کې شامل وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پوځ له کنترول تر لاسه کولو وروسته ښاغلی موګابې د جمعې پر ورځ لومړی ځل عام محضر کې ولیدل شو
د انځور حقوق Getty Images

له دې مخکې د جمعې پر ورځ ولسمشر رابرټ موګابې لومړی ځل عام محضر کې ولیدل شو. نوموړي د فراغت یوې غونډې کې ګډون کړی و او فارغانو ته یې اسناد وېشل.

نوموړی له څو ورځو راهیسې کور کې نظر بند دی. زمبامبوې پوځ د جمعې پر ورځ ویلي، ښاغلي موګابې سره په خبرو (بوخت) دي او ډېر ژر به خلکو ته د خبرو پایلې په اړه ووايي.