BBC
 شاته

د شکرې ناروغي پراخېدونکې ستونزه

ډبلیو اېچ او، اټکل کوي چې تر ۲۰۳۰ کاله به تر ټولو ډېر انسانان د شکرې ناروغي وژني. په افغانستان کې دا ناروغي شته خو تر ډېره د خلکو ورته هغومره نه دی پام. څه باندې دوه نیم میلیونه افغانان پرې اخته دي. پاکستان کې تر دې هم ډېر خلک ترې کړېږي. دلته داسې یو افغان ګورو چې له شکرې ځورېږي.