BBC
 شاته

افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ پېلوي

افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ پیلوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لیګ به د نړۍ له هېڅ بل لیګه کم نه وي

افغان کرېکټ بورډ وايي، ۲۰۱۸ کال کې له هېواده بهر د افغانستان پریمیر لیګ یا غوره لیګ سیالۍ پېلوي.

د کرېکټ بورډ ادراې اجرایي مشر شفیق الله ستانکزی په وینا، دغو سیالیو کې به ۹۰ افغان او ځینې نور بهرني لوبغاړي هم لوبه وکړي.

"ډېر ستر زیری دا دی چې د افغانستان پریمیر یا غوره لیګ به په ۲۰۱۸ کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. مشخصه نېټه به یې راتلونکې اونۍ درته اعلان کړو"

ښاغلی ستانکزی وايي، افغان لیګ به د نړۍ له هېڅ بل لیګه کم نه وي. ویل کېږي دغه لیګ کې به ۵ لوبډلې وي چې هره لوبډله کې به د بهرنیو لوبغاړو په ګډون له ۸ تر لسو لوبغاړي لوبېږي.

افغانستان له دې مخکې هم د شپږیزې په نوم غوره لیګ سیالۍ کړې چې بهرنيو لوبغاړو هم پکې ګډون کړی و.

افغان کرېکټ بورډ پر میلیون لیګ لګېدلی بندیز لرې کړ

کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې دوبۍ کې پیل شوې

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ بولۍ ته ۹ افغان لوبغاړي غوره شول

خو د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، له شپیږیزې سره به د دې لیګ توپیر دا وي چې دا به په نړیواله کچه سیالۍ وي او کورنیو لوبغاړو ته به فرصت په لاس ورشي چې له هېواده بهر له نړیوالو لوبغاړو سره ولوبېږي.

چارواکي وايي له دې سره به لوبغاړي مادي او معنوي ګټه ترلاسه کړي.

د انټرکانټیننټل کپ لپاره لوبډله

بلخوا د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د انټرکانټیننټل کپ څلور ورځنیو لوبو لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ لپاره خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د انځور حقوق PSl
Image caption د سږ کال فبرورۍ کې پاکستان سوپر لیګ سیالۍ هم دوبۍ کې پیل شوې وې

دا لوبې به د نومبر پر ۲۷ نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. دغه لوبډله کې د جاوید احمدي، نور علي ځدراڼ، احسان الله جنت، رحمت شاه، محمد اصغر، حشمت الله، ناصر جمال، محمد نبي، افسر ځاځی، راشد خان، دولت ځدراڼ، شرف الدین اشرف، محمد یمین احمدزی، ظاهر خان نومونه شامل دي.

په ریزرف کې به درې کسان ویکټ ساتونکی منیر کاکړ، چپ لاسی تیز توپ اچونکی، فرید احمد ملک او سپینر حمزه هوتک وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړی، ولي امین احمدزی د دې لوبو د اهمیت په اړه وايي:

"د افغانستان لپاره مهمه سیالي په دې ده چې که افغانستان دغه سیالي په ښه نمرو سره وګټي، نو افغانستان به د انټرکانټیننټل جام اتلولي خپله کړي. افغانستان یوځل مخکې هم ددې کپ اتلولي ګټلې او کوشش کوو چې داځل یې هم وګټو ".

په نوې اعلان شوې لوبډله کې الراونډر سمیع الله شینواری او شاپور ځدران ځای نه لري.

د انځور حقوق Getty Images

د کرکټ بورډ د غواروي کمېټې مسول نوروز منګل وايي، دوی دواړه پیاوړي لوبغاړي دي، خو وايي د لوبډلې د اړتیا په وخت کې به دوی ته هم د لوبې کولو چانس ورکړل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ کورنۍ لوبې هند ته لېږدول غواړي

د هند غوره لیګ کې د پنځو افغان لوبغاړو چانس

راشد خان په کارابین غوره لیګ سیالیو کې تاریخ جوړ کړ

هغه وايي، اوسمهال اعلان شویو لوبغاړو په تېرو څو لوبو کې ښه وړتیا ښودلې او دوی نورو لوبغاړو ته خالي ځای یا موکه نه ده ورکړې. نوروز منګل وايي، تر هغې چې لوبډله ښه لوبه کوي، دوی یې په لوبغاړو کې بدلون نه راولي.