BBC
 شاته

روسیې د سوریي پرضد د امریکا بل پرېکړه لیک ویټو کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوریه وايي دا کار حکومتي ځواکونو نه دی کړی.

روسیې د لسم ځل لپاره د سوریې اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ.

دا پرېکړه لیک هم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د ملامت موندلو په هکله د نوې څېړنې لپاره وه.

دا پرېکړه لیک امریکا برابر کړی و او نیت یې درلود چې پر خان شیخون د تېر اپرېل د څلورمې نېټې د برید په تړاو د کیمیاوي وسلو د مخنیوی اداره او د ګډې پلټنې میکانیېزم یا جي ای اېم پلټنې دوام ولري.

په وروستي رپوټ کې چې دې ادارې خپور کړی، د سویې دولت په دغه برید کې پړ پېژندل شوی دی.

په هغه برید کې اتیا کسان ووژل شول.

د سوریې حکومت او لوی ملاتړی یې مسکو وايي، چې دا برید حکومتي ځواکونو نه دی کړی.

دوی وايي، بم د کیمیاويي موادو پر دلۍ(انبار) غورځېدلی، چې له امله یې سایرین ګاز خپور شوی دی.

روسیې په داسې مهال د دې ګام مخنیوی وکړ چې له هغه څو ګړۍ مخکې د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، د امریکا ولسمشر باوري دی چې د روسیې ولسمشر سره د سوریې په ګډون په ځینې برخو کې همکاري کولی شي.

له رایې مخکې ښاغلي ټرمپ ان په ټوېټر کې ولیکل چې له امنیت شورا یې د پلټنو د دوام لپاره د رایې غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، مسکو په دا ډول هڅو سره غواړي د کمیاوي وسلو بریدونه روان وي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د دې پرېکړه لیک د ویټو کولو له امله مسکو وغاند

د هغې په خبره، مسکو په دا ډول هڅو سره غواړي د کمیاوي وسلو بریدونه روان وي.

په امنیت شورا کې هر پرېکړه لیک د تصویب لپاره د هو ۹ رایو ته اړتیا لري او یا دا چې امریکا، روسیه، برتانیا، فرانسه او چین ور سره مخالف ونه کړي یا په بله ژبه دا پنځه هېوادونه یې ویټو نه کړي.

دې پرېکړه لیک ۱۱ هو رایې درلودې، خو د روسیې مخالف یې د تصویبېدلو خنډ شو.

روسیه پر ۲۰۱۵ کال د پلټنې ګډ میکانېزم پر جوړېدلو سلاه شوه، خو له هغه راهیسې یې په ځلونو د دې ادارې له موندنو سره مخالفت کړی دی.

روسیه وايي، باید دواړه لوري پلټنې وکړي.

پرېکړه لیک یې هم لیکلی و چې د وړاندې کولو نیت یې نه درلود، خو بولیویا رایې ته وړاندې کړ چې یواځې د امنیت شورا له ۱۵ غړو د څلورو هغو یې د هو رایه ترلاسه کړه.