BBC
 شاته

"طالبان دا ثابتوي چې د افغان پولیسو پرتله په ښو وسایلو او وسلو سمبال دي"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې نوې خبره دا ده چې کوم طالبان د شپې په تیاره کې د لیدلو په خاطر روسۍ عینکې په سترګو کوي، امریکايي وسلې چې د نښې لپاره د لیزر رڼا لري او په ایران یا هم پاکستان کې جوړ لوی دربینونه کاروي لسګونه افغان پولیس یې وژلي دي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو ډلې د ریډ یونټز یا سرو قطعو په نامه یادېږي او هغه ځکه چې د دوی د امریکايي وسلو د لیزر نښې سرې دې.

نیویارک ټایمز د افغان چارواکو له قوله وايي له دې سره طالبان دا ثابتوي چې ګواکې دوی د افغان پولیسو پرتله په ښو پوځي وسایلو او وسلو سمبال دي او ډېر ځله له پوځ نه غلا شوي موټر د خپلو بریدونو لپاره کاروي.

اینډېپینډینټ:

عراقي سیاستوالو د داسې یوه قانون وړاندیز کړی چې له مخې یې نهه کلنې نجونې هم واده کولای شي، دا په بریتانیا کې د چاپیدونکې اینډېپینډینټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د عراق پارلمان ته د بحث لپاره د داسې یو قانون خاکه وړاندې شوې چې که تصویب شي نو نهه کلنې نجونې به هم د واده کولو حق ولري.

ورځپاڼه لیکي چې د دې قانون وړاندیز په لومړي ځل د شیعیه ګانو د مذهبي لارښوونو په رڼا کې په ۲۰۱۴ کال کې شوی و خو که اوس د پارلمان له خوا تصویبېږي نو پر سنیانو به هم پلي کېږي.

د لیکنې له مخې د پارلمان ۴۰ وکیلانو اوس بیا د دې قانون وړاندیز کړی خو د تصویب لپاره یې د ۱۶۵ وکیلانو موافقې ته اړتیا ده.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه اداره چې د کرکې پربنسټ جرمي پېښې څاري وايي دا پښې وروسته له هغه ډېرې شوې چې ولسمشر ټرمپ له کرکې ډک کمپاینونه وکړل.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا فیدرالي ادارې ایف بي ای رپوټ ورکړی چې په امریکا کې دا دویم کال دی چې کرکه په پرلپسې ډول مخ په ډېریدو ده او د هغو کسانو په ډله کې چې د کرکې پربنسټ د پېښو ښکار شوي هندوان او سیکان هم شامل دي.

ورځپاڼه د نوموړې امریکايي ادارې له قوله لیکي چې په تېرو دوو کلونو کې د مذهب، نژاد، قومیت او جنسیت پر بنسټ د کرکې څه باندې شپږ زره جرمي پېښې رامنځ ته شوې چې تر ټولو ډېر ې د افریقايي امریکایانو پرضد دي.

په دویم کتار کې مسلمانان او یهود دي او په زرګونو پېښو کې د ګوتو په شمار هغه دي چې د هندوانو او سیکانو پرضد رامنځ ته شوې دي.

هغه اداره چې د کرکې پربنسټ جرمي پېښې څاري وايي دا پښې وروسته له هغه ډېرې شوې چې ولسمشر ټرمپ له کرکې ډک کمپاینونه وکړل.

د ایف بي ای ادارې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کې چاپیدونکې ډان ورځپاڼه د هغو روهینګیایانو په اړه په یوه مطلب کې چې لا هم په راکاین ایالت کې بنګله دېش ته د اوښتو په انتظار شپې سبا کوي لیکي سره له دې چې د میانمار حکومت د روهینګیا مسلمانانو پرضد هر ډول تاوتریخوالی ردوي، خو د پوځ تر څار لاندې په یوه بي ساري سفر کې بهرنیو خبریالانو هغه سیمې او ویجاړۍ ولیدې چې د تاوتریخوالي په ترڅ کې رامنځ ته شوې دي.

ورځپاڼه لیکي چې د پولیسو او پوځیانو تر څار لاندې خبریالانو له یو شمېر هغو روهینګیایانو سره خبرې وکړې چې غواړي بنګله دېش ته واوړي.

دغو خلکو خبریالانو ته ویلي چې دوی بنګله دېش ته د اوښتو په خاطر د بیړۍ ۵۰ ډالر فیس نه شي پرې کولی او هغه کاروبار چې دوی مخکې کاوه هغه اوس نشته ځکه چې دوی ته کار ورکوونکي یا بنګله دېش ته تللي دي او یا هم د وتلو په تکل کې دي.