BBC
 شاته

"د ولسمشر ۱۴ تقنیني فرمانونه د اساسي قانون خلاف دي"

ولسمشر غني د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا وایي، ورکړل شوي فرمانانو د بېړنیو موضوعاتو په اړه دي او د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ تقنیني کمېټه یې قانوني سپیناوي ته چمتو ده.

د افغان حقوقپوهانو ټولنې د ولسمشر اشرف غني ۱۴ تقنیني فرمانونه د اساسي قانون خلاف بللي. ولسمشرۍ دفتر بیا وایي، ورکړل شوي فرمانونه د بېړنیو موضوعاتو په اړه دي او دوی یې قانوني سپیناوي ته ځواب لري.

د حقوق پوهانو ټولنه له اساسي قانونه د حکومت سرغړونې له شمېره وتلې او دا کار د قانون جوړونې برخې ته د حکومت بې پروایي بولي.

دوی وایي، ولسمشر محمد اشرف غني سږ کال د ملي شورا د اوړي د رخصتۍ پر مهال ۱۴ تقنیني فرمانونه صادر کړي چې په وینا یې ټول یې له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي.

د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي په دې اړه د خپلې اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"د حکومت مشرتابه د ۱۳۹۶ لمریز کال د سنبلې پر څوارلسمه نېټه، یعنې د ملي شورا د اوړي د رخصتیو له پای ته رسېدو دوې ورځې وړاندې د کابینې له ادرسه څوارلس تقنیني فرمانونه صادر کړل چې هېڅ ډول قانوني بنسټ نه لري، ټول دغه فرمانونه د اساسي قانون د ۷۱ مادې له حکم سره په ټکر کې دي. "

دوی د ټولو ۱۴ تقنیني فرمانونو موضوعات یاد نه کړل، خو د بېلګې په توګه یې د ۱۵۸ نمبر فرمان د دوی په خبره ځېنې قانوني نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې چې د افسرانو، برید منانو او ساتمنانو د امتیازاتو په اړه دی.

ولسي جرګې د ولسمشر ټاکنیز تقنیني فرمان 'رد' کړ

ولسمشر غني د ټاکنیزو اصلاحاتو تقنیني فرمان لاسلیک کړ

ولسي جرګې د ولسمشر ټاکنیز تقنیني فرمان رد کړ

د حقوقپوهانو په باور دا قانون له موضوعي پلوه د تقنیني فرمان پر ځای باید ملي شورا ته وړاندې شوی وای، ځکه چې بېړنی نه و او د بودیجې موضوع هم په کې ده.

دوی وایي، که ولسمشر دا فرمان لغوه نه کړي، په عدلي او قضایي ادارو کې به یې پر وړاندې دعوا وکړي.

د اساسي قانون ۶۴ ماده کې راغلي چې ولسمشر د ملي شورا د رخصتیو پرمهال له مالي او بودیجوې موضوعاتو پرته هره برخه کې تقنیني فرمان ورکولای شي چې د قانون بڼه لري.

افغانستان کې د شفافیت د څار بنسټ یوه غړي ناصر تیموري وویل، د فساد پر وړاندې د مبارزې څلور بنسټونه هم د تقنیني فرمان له مخې رامنځ ته شوي چې د ده په باور له فساد سره مبارزه یې ټکنۍ کړې ده:

"د افغان حکومت د تقنیني فرمانونو او اداري حکمونو له لارې د فساد پر وړاندې د مبارزې ټولې ادارې مدیریت کوي، دغه کار له دې ادارو خپلواکي اخیستې، همدا لامل دی چې مونږ له فساد سره د مبارزې برخه کې لویې لاسته راوړنې نه لرو. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې وړاندې ولسي جرګې هم د ولسمشر له خوا یو شمېر صادر شوي تقنیني فرمانونه غیر قانوني بللي

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا وایي، ورکړل شوي فرمانانو د بېړنیو موضوعاتو په اړه دي او د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ تقنیني کمېټه یې قانوني سپیناوي ته چمتو ده.

له دې وړاندې ولسي جرګې هم د ولسمشر له خوا یو شمېر صادر شوي تقنیني فرمانونه غیر قانوني بللي او ان تر دې چې د رایو په اکثریت یې لغوه کړي دي.