BBC
 شاته

''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اټن بندیز''

اتڼ د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لیک کې هغه کس قومي مجرم بلل شوی، چې له دغه بندیزه سر غړوونه کوي.

د سویلي وزیرستان مرکز واڼه کې داسې لیکونه وېشل شوي، چې په کې په ودونو کې پر موسیقۍ د بندیز ویل شوي دی. ویل کېږي دغه لیکونه د سیمې جوماتونو کې هم وېشل شوي، چې په کې پر اتڼ او موسیقۍ د بندیز یادونه شوې.

له سیمې راغلي رپوټونه وايي د دې هدف لپاره د سیمې یو شمېر دیني عالمانو او مخورو یوه غونډه هم کړې او په وینا یې د سیمې خلکو د دغه بندیز غوښتنه کوله. په لیک کې دا هم ویل شوي، چې ښځې به له محرم نارینه پرته د درملنې لپاره له کوره نه وځي.

په لیک کې هغه کس قومي مجرم بلل شوی، چې له دغه بندیزه سر غړوونه کوي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي د لیک له وېش وروسته سیمه کې د سې ډې ګانو او د موبایلونو پلور هټۍ تړل شوې دي.

'وزیرستان کې چارواکو بهر ته د ځنغوزو پر لېږد بندیز لګولی'

تېر اختر کې د پښتونخوا سوات ته له "یو میلیون ډېر" سیلانیان تللي

په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال جوړ شوی

پاکستاني پوځیانو ۲۰۰۹ په سویلي وزیرستان کې او شمالي وزیرستان کې او په ۲۰۱۴ کال کې پوځي عملیات کړي او د دغو عملیاتو پایله کې سلګونه زره خلک له خپل کور کلي تښتېدلي وو او اوس چارواکي وايي، چې د دغو کډوالو بېرته ستنېدو بهیر بشپړ شوی دی.

د پوځي عملیاتو پر مهال د دغه ډول بندیزونو په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو اوس یو ځل بیا دغسې بندیزونه لګول کېږي.