BBC
 شاته

افغانستان پر پاکستاني موټرو بندیز ولګاوه

> د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني موټر به پر ډیورنډ کرښه افغان ګمرکونه خالي کېږي

د افغانستان ترانسپورټ وزارت وايي، تر دې وروسته به پاکستانيو بار وړونکو موټرو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره کې توکي ولېږدوي.

دا له پاکستاني لوري سره د افغان حکومت بالمثل چلند دی، پاکستاني لوري پخوا خپلې خاورې ته د افغان لوري د موټرو په ورتلو بندیز لګولی و.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ یې په اړه بي‌بي‌سي ته وویل:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي هوکړې (APTA) د اعتبار موده پای ته رسېدلې، پاکستان هم افغان موټرو ته د ورتلو اجازه نه ور کوي، نو ځکه موږ هم باید ورته چلند وکړو."

د نوموړي په خبره، تر دې وروسته به پاکستاني موټر په افغان ګمرکونو کې تشېږي او له هغه ځایه به په افغان موټر کې تر شېرخان او حیرتان بندرونو رسول کېږي.

اشرف غني: پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ولسونه نشي بېلولی

"پاکستان پر ځینو افغان محصولاتو ۱۲۰٪ مالیه لوړه کړې"

" له ډیورنډ کرښې سره نږدې پښتانه د جرمني د برلین دېوال په څېر بېلېږي"

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ به تر دې وروسته پاکستاني باري موټر یوازې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان تر ګمرکونو د تګ راتګ اجازه ولري.

مخکې پاکستانیو موټرو نه یوازې د افغانستان په خاوره بلکې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر پولو سوداګریز توکي لېږدولی شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې پاکستاني موټرو د افغانستان هر ګوډ ته توکي لېږدولی شول

د افغان حکومت له وروستۍ پرېکړه افغان باري موټروال ځکه خوشال دي چې ګویا د موټرو ټایرونه به یې تاو او د لېږد رالېږد موکې به زیاتې شي.

د ترانسپورټ وزارت د ویاند ښاغلي قوانچ په خبره، افغان حکومت به ژر له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ټرانسپورټي هوکړې لاسلیک کړي چې له مخې به یې افغان موټروال خپل موټر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته بوتلی شي.