د امریکا بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن کابل ته تللی او له افغان ولسمشر سره یې لیدلي دي.
د اکټوبر په ۲۳مه د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې، ثبات او اوږدمهالې سوکالۍ په راوستلو ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې سټراتېژۍ کې په ډاګه شوې چې له افغانستان او په سیمه کې نورو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې سوله را او د ترهګرو پټنځیونه له منځه لاړ شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنوبي اسیا لپاره د امریکا له نوې سټراتېژۍ ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې حکومت یې د ټولو افغانانو د خوندیتوب، امنیت، او سوکالۍ څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې ژمن دی.
نور جزیات وروسته