BBC
 شاته

د طالبانو وروستي بریدونه، د دوی د بریا که د ناکامۍ نښه ده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره اوونۍ له ٢٤ساعتونو کمه موده کې، افغان پلازمېنه کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو له ۷۰ ډېر کسان ووژل

په افغانستان کې د تاوتريخوالي او بريدونو وروستۍ څپې يو ځل بيا د امنيتي حالاتو او په دغه هېواد کې د نړېوالې ټولنې ١٦ کلنې ښکېلتيا لاسته راوړنو په تړاو پوښتنې را پورته کړې.

تېره اوونۍ له ٢٤ساعتونو کمه موده کې، افغان پلازمېنه کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو له ۷۰ ډېر کسان ووژل.

له هغې وړاندې غزني، پکتيا او کندهار هم د سختو خونړيو بريدونو شاهدان و.

په پکتيا او کندهار کې طالبانو ورته تکتيک وکاروۀ، له افغان پوځ د ولجه کړو زغرگاډو په مټ د پکتيا پر امنيه قومندانۍ او په کندهار کې پر پوځي اډې ور وختل.

طالبانو وویل، له دې بریده یې موخه د امریکا او افغانستان دولتونو ته دا پیغام رسول وو، چې په رڼا ورځ کولی شي د ولایت امنیې قومندان پر دفتر برید وکړي او د امریکا د نوې تګلارې په اعلانولو سره به دوی ماتې نه خوري.

خو د طالبانو د بريدونو دغه څپه د ناټو قومندان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوى د بې وسۍ، کمزورۍ، او ويرې نښه وبلله.

خو پوښتنه دا ده چې آيا طالبانو رښتيا د ډار او بې وسي له امله خپلو بريدونو ته زور ورکړى؟ او که نه پر ځان يې باور ډېر شوى؟

د پاکستان د پوځ متقاعد ډگروال سعد وايي، د بريدونو توندېدا لامل، د ده په وينا د طالبانو او په سيمه کې د ځينو پټو کړيو ډار او اندېښنې دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په دې وروستيو کې افغانستان ته سفر کړى و او پاکستان کې افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال په تېرو څو ورځو کې دوه درې ځله له ښاغلي باجوه سره کتلي دي.

په دې وروستيو کې په مسقط کې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر منځ څلور اړخيزه ناسته وشوه او ټاکل شوې ولسمشر غني هم ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

ښاغلى سعد دغو پرمختياو ته په اشاره وايي "کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو يو څرک ولگېږي، نو دغه راز تاوتريخجن بريدونه خورا زور واخلي."

د ښاغلي سعد په باور طالبان او ملاتړې کړۍ يې ډارېږي که افغانستان او پاکستان سره هوکړې ته ورسېږي نو دوى ته به سختې ستونزې پيدا شي.

تکتیک که نیمګړتیا

خو د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر او د امرالله صالح پر خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړي پيغام کې پړه د حکومت پر بې غورۍ اچولې او وايي په تېر اپرېل کې پر ٢٠٩ قول اردو بريد په تړاو سمې پلټنې ونشوې، په پکتيا او کندهار کې يې تکرارېدل حيرانوونکي نه دي.

خو د افغانستان په دفاع وزارت کې جنرال امرالله امان په دې باور دى چې وروستي بريدونه له دې امله نه دي چې گواکې طالبان ځواکمن او يا کمزوري شوي، بلکې دا څپه په جگړييز تکتيک کې د بدلون له امله ده.

ښاغلى امان وايي " په جگړه کې تکتيکونه تل بدلېږي. طالبان چې کله مخامخ جگړه کې مات شي، يا يې پر وړاندې مقاومت ټينگ وي او خپلو موخو ته و نه رسېږي، نو بيا په خپلو تکتيکونو کې بدلون راولي، او له دغو لارو هڅه کوي د افغان امنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کړي.

جنرال امان دا مني چې له را منځته شويو پېښو زده کړې نه کېږي او د افغان پوځ په تدبيرونو کې هم نيمگړتياوې شته.

دى وايي " په خواشينۍ سره دلته روابط پر ضوابطو پياوړي کېږي، او ځينې مصلحتونه دي چې نيمگړتياوې يې رامنځته کړي."

امتیاز او اندېښنه

د چارو ځينې کارپوهان بيا د بريدونو د توندې څپې لامل په دې کې وينې چې گواکې طالبان غواړي خپل ځواک ښکاره کړي او د خبرو اترو پر ميز ډېر امتيازونه ترلاسه کړي.

ډگروال سعد که څه هم دا شونتيا نه ردوي خو وايي د امتياز اخيستو پرتله ښايي د د ويرې او اندېښنې فکتور ډېر پياوړى وي " که پاکستان، افغانستان او امريکا سره هوکړې ته ورسېدل او د ډيورند کرښې په دواړو غاړو کې د اورپکو پر ضد عمليات پيل شول نو بيا دوى د خپلو بريدونو پلان او د اورپکو د روزنې لپاره ځايونه نلري.

-افغانستان د تاوتريخوالي له ګواښ سره مخ دی-

افغانستان کې پنځه پرلپسې خونړۍ ورځې

افغانستان: له خونړیو پېښو وروسته ولسي جرګې دفاع او کورنیو چارو وزیران ورغوښتي

اورپکۍ لپاره پټنځايونو ته اړتيا ده. نو دوى هڅه کوي چې که د خبرو پر وړاندې خنډ نشي کېداى لږ تر لږه ځنډ خو په کې راولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پکتيا د امنيې قومندانۍ شا وخوا اتيا سلنه ودانۍ د طالبانو په وروستي بريد کې ويجاړې شوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د مخالفو وسلوالو وروستي بریدونه د دغو ډلو سیاسي ماته او ځان وژنه هم وبلله او وې ويل چې پر دوى به فشار لا ډېر شي.

د چارو د کارپوهانو په باور د ولسمشر غني اشاره ښايي له پاکستان سره راتلونکو ناستو ته وي چې دا راز پېښې کولاى شي نوموړى د نړېوالو په قانع کولو او پاکستان سره په خبرو اترو کې برلاسى کړي.

په تېرو ١٦ کلونو کې افغان ولسمشرانو پاکستان ته گڼ سفرونه کړي خو ډېره جوته پايله يې نه ده لرلې. ځينې افغان چارواکي او د چارو څارونکي د ولسمشر ټرمپ نوې افغان تگلارې او پر پاکستان نويو نړېوالو فشارونو ته په اشاره وايي دا سفر ښايي پخوانيو هغو توپير ولري. خو دا چې دغه بدلون به عمل کې څومره اغېز وشيندي د ولسمشر غني له سفره وروسته ژر مالومه شي.