BBC
 شاته

د کونړ مرکز کې د توغندي لګېدو ۳ کسان وژلي، ۵۶ ټپیان کړي

Image copyright f

د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې د توغندي لګېدو ۳ کسان وژلي او ۵۶ نور ټپیان کړي دي.

توغندي نن (اسد/زمري ۲۸مه) په داسې مهال پرېوتی چې په ښار کې سلګونه کسان د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷ کلیزې نمانځلو لپاره په ښار کې راټول شوي و.

د کونړ د ولایتي روغتون رییس احسان الله فضلي بي بي سي ته وویل چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د کونړ د والي ویاند ویلي ددې پېښې قربانیان تر ډېره ځوانان او ماشومان دي. د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ددې ښار په څنډو کې دوه نور توغندي هم لګېدلي دي، خو مرګ ژوبله نه لري.

تراوسه ددغو توغندیزو بریدونو مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

ورته وخت کې د ګاونډي ولایت ننګرهار چارواکي وایي د امان الله خان قبر ته څېرمه ځای پرځای شوی ماین یې کشف کړی او وروسته یې ورته چاودنه ورکړې ده.

سیمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وایي، په دغه پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

نن د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې زرګونه کسان د خپلواکۍ ۹۷ کلیزې په مناسبت لارو کوڅو ته راوتلي او په خوښیو دغه ورځ لمانځي. په دغو ښارونو کې د نورو ورځو په پرتله امنیتي تدابیر کلک شوي دي.

Image caption په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷مې کلیزې په مناسبت غونډه