BBC
 شاته

اسپانیا: له کتلونیا د واکونو اخیستل کودتا نه ده

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، د کتلونیا خپلواکې سیمې هغه تورونه رد کړې دي چې وايي، مرکزي حکومت د دې لپاره چې پر خپلواکو سیمو خپل کنټرول بېرته وساتي، کودتا کوي.

الفانسو داستېس، بي بي سي ته وويل، تمه لري د کتلونیا خلک به د خپلو سیمو د چارواکو چې د پولیسو ځايي مشر هم پکې راځي خبرې له هغه وروسته چې مرکزي حکومت یې له دندې لري کړي، و نه مني. د کتلونیا مشر، کارلوس پوچ دېمان وايي، د اسپانیا د مرکزي حکومت هغه کار چې له کتلونیا واکونه واخلي، پر ډېموکراسۍ برید دی.

پرون په بارسلونا کې، لسګونه زره خلک را ټول شوي و چې د مرکزي حکومت پرېکړه وغندي.