هرات کې هغه مېرمنې چې د خپلو پټو له حاصلاتو کورنۍ چلوي
د افغانستان په لروبر کې د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو دی چې کار کوي او خپلې اړتیاوې پوره کوي. د هرات په ګوزې ولسوالۍ کې، هم ځینو ښځو د نفقې ګټلو لپاره داسې لار موندلې ده چې ټول واک او اختیار یې د دوی په لاس کې وي.
دغلته ښځې، د خپلو پټیو سابه اخلي او هغه خواړه ترې جوړوي چې د نورو هم په درد خوري.
هارتۍ ښځې د یوې ټولنې په مرسته اچار او ورته نور توکي جوړوي او بیا یې پلوري.
زموږ همکار محمد قاضي زاده ورغی چې له نژدې یې وګوري.