BBC
 شاته

"د جنسي ځورونې پړه د ښځو پر غاړه ده"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هالیووډ پر نامتو فیلم جوړوونکي هاروي واین سټین باندې د ښځو د جنسي ځورونې تورونه لګېدلي

د هالیووډ پر نامتو فیلم جوړوونکي "واین سټین" باندې د هالیووډ ښځینه فیلمي لوبغاړو د جنسي ځورونې تر تورونو لګېدو وروسته په هندي سینما بالیووډ کې هم په دې اړه بحثونه پیل شوي دي.

په هاروي واین سټین تېره اونۍ یاد تورونه ولګېدل چې د نړۍ له هر ګوټه یې خلک په اړه خپل نظرونه وړاندې کوي.

د بالیووډ لوبغاړې "پوجا بهټ" وايي، په بالیووډ کې هم د هاروي واین سټین غوندې کسان ډېر دي، خو خلک له شکایت کولو ډارېږي.

خلکو په ښاغلي"سټین" پسې بد رد ویل چې د بالیووډ لوبغاړې "ټسکا چوپړه" وویل:

" له ښځو سره د کېدونکي جنسي ځورونې لاملانې پخپله ښځې دي."

د اغلې چوپړه دې خبرې نوموړې ته سرخوږی جوړ کړ.

د ټولنیزو شبکو له کاروونکو "واین سټین" هېر شو او د ټسکا چوپړه په اړه یې د سلامت او ملامت بحثونه پیل کړل.

اغلې چوپړه زیاته کړه، له ښځو سره د ځاني امنیت فکر ولې نه شته؟

داسې حالت ولې رامنځته کوي چې د مشکوکو کسانو د لیدلو لپاره له هغوی سره هوټلونو او نورو ځایونه ته لاړې شي:

" د یوې ښځې په توګه مې سپارښتنه دا ده چې خپل ځاني امنیت ته لومړیتوب ور کړئ. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټسکا چوپړه وايي، ښځې دې د خپل ځان امنیت ته لومړیتوب ور کړي.

هغې زیاته کړې، د خپل ښه راتلونکي لپاره لنډې لارې مه کاروئ، بلکې په زیار او خواري وګالئ.

لږ به وخت زیات واخلي، خو که وړتیا ولرئ، حتماً بریالي کېږئ.

اغلې چوپړه د بالیووډ سینما په لسګونو فیلمونو کې بېلابېل رولونه لوبولي دي.

د هغې په خبره، د جنسي ځورونې په ټوله کیسه کې دا خبره ډېر د پام وړ ده چې پر همدې مسله اوس بحث مه کوئ، ځکه دا د خواله رسنیو په موضوع بدله شوې ده، پر داسې مسلو سنجېدلو او پرلپسې بحثونو کولو ته اړتیا ده.