د روغتیا سازمان له خوا د 'سفیر' په توګه د موګابې پر ټاکلو نړیوالې نیوکې
د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د ښه نیت د سفیر په توګه د رابرټ موګابې پر ټاکل کېدو پراخې نیوکې شوي او برتانیا دغه ټاکنه د "اندېښنې وړ" چاره بللې ده.
د ښاغي موګابه مخالفان وايي، نوموړی په خپل هېواد کې د " د روغتیايي نظام د له منځه وړلو" لامل دی.
برتانیا د شنبې (۲۱ اکټوبر) په ورځ د ښاغلي موګابه د ټاکل کېدو له خبر خپرېدو وروسته، دغه ټاکنه د تمې خلاف او د اندېښنې وړ وبلله.
برتانیا اندېښنه ښودلې وه چې د ښاغلي موګابه کاري مخینه به د روغتیا د نړیوال سازمان پر پروګرامونه سیوری وغوړوي.
روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د ښه نیت د سفیر په توګه د ښاغلي موګابه پر ټاکل کېدو تر نړیوالو نیوکو وروسته، د ملګرو ملتونو اړوند دغه بنسټ وویل، پر خپله ټاکنه به بیا کتنه وکړي.
په زمبابوې کې هم د ښاغلي موګابې مخالفانو د ښه نیت د سفیر په توګه د نوموړي له ټاکلو سره له بېلابېلو لارو مخالفت څرګند کړی دی.
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان منشي "ټیدروس ادانوم" وړاندې عامې روغتیا ته د ښاغلي موګابې د ترسره کړیو خدمتونو له امله مننه کړې وه، خو د ښاغلي موګابې مخالفان وايي، نوموړي په کوردننه د روغتیايي نظام د ګډوډۍ اصلي لامل دی.
د روغتیا نړیوال سازمان منشي د زمبابوې د روغتیايي نظام په اړه ویلي و:
" د زمبابوې دولت د عامې درملنې بیمه رامنځته کړه او د روغتیا او روغې سټې پاملرنې ته یې پخپلو سیاستونو کې ځای ور کړ."
خو برتانیا د روغتیا د سفیر په توګه د ښاغلي موګابې ټاکل کېدو ته په غبرګون کې پر نوموړي د امریکا، اروپايي ټولنې، برتانیا له خوا لګول شویو بندیزونو ته اشاره کړې او د روغتیا د نړیوال سازمان پرېکړه یې تر پوښتنې لاندې راوستلې.