BBC
 شاته

اشرف غني د غمشریکۍ لپاره پکتیا ته تللی

. د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر د غمشریکۍ او ډاډګېرنې لپاره پکتیا ته سفر کړی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یکشنبه ( اکټوبر ۲۱مه) خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ شریکولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

پکتیا د افغانستان له نسبتاً امنو ولایتونو ګڼل کېده، خو د تېره اونۍ د اکټوبر په ۱۷مه یې پر امنیه قومندانۍ ډله ییز ځانمرګی برید شو چې له امله یې د پکتیا د امنیه قومندان "توریالي عبدیاني" په ګډون ۴۸ کسان ووژل شول چې په ډله کې یې ۲۰ ملکي وګړي وو.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي عبدیاني تابوت ته اوږه ور کړې

د ښاغلي عبدیاني د جنازې مراسم په کابل کې تر سره شول چې پخپله ولسمشر یې هم د تابوت درناوی وکړ.

طالبانو ویلي، له یاد بریده هدف یې د امریکا او افغانستان دولتونو ته دا پیغام رسول و چې د امریکا د نوې تګلارې په اعلانولو سره به دوی ماتې نه خوري.

د کورنیو چاروسرپرست وزیر ویس احمد برمک په یوه پیغام کې وویل، د جنرال عبدیاني ملګري ژوندي دي چې ډېر ژر به له بې زړه ترهګرو نه د هغه د وژل کېدو غچ واخلي.

برید ګرو د پولیسو له جامو او موټرو په ګټې اخیستو د پکتیا امنیه قومندان د دفتر تر دروازې ځانونه رسولي وو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ډاکټران وایي چې د پېښو پر مهال ډزو کې یو شمېر نور ناروغان هم لګېدلي ځکه چې ملکي روغتون د پېښې ځای ته ډېر نژدې دی.