شاته

افغانان د خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه لمانځي

ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل، د خپلواکۍ له ګټولو ۹۷ کاله وروسته بیاهم افغانان خپلې ازادۍ څخه د دفاع لپاره ژمنې ته اړتیا لري، خو زیاته یې کړه چې خپل بهرنی سیاست به هیچا ته ونه سپاري.

د زمري ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې سره برابره ده، نن د دغې ورځې لمانځل په کابل او ولایتونو کې د یو لړ رسمي او ځانګړو مراسمو په ترسره کولو پیل شول.

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې لمانځل د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) په کابل او ولایتونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د ځانګړو غونډو او مارشونو په ترسره کولو پیل شول.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په ارګ کې یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، افغانانو ۹۷ کله مخکې هم خپلواکي درلوده خو بهرنۍ سیاست یې د انګلیسانو په واک کې وو.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانستان هیڅ‌کله خپل بهرنی سیاست پردیو ته تسلیم کړی نه دی.

ولسمشر غني وویل "مستقل دولت یو، مستقل خارجي سیاست لرو او دا خارجي سیاست د روغې جوړې، د منطقوي او بین‌اللملي همکاریو سیاست دی".

ښاغلي غني وویل، په اوس وخت کې ۹ تروریستي سازمانونه او ډلې، چې د ملګرو ملتونو له خوا هم تروریست پېژندل شوي په افغانستان کې فعالیت کوي او غواړي د افغانستان له خاورې د افغانانو او د نړۍ نورو هیوادونو پر ضد فعالیت وکړي.

ښاغلي غني دغو ډلو ته په خطاب وویل "کومه پوله راسره شریکه لرې، د نیکه حق راسره لرې، وژنمه دې، باسمه دې، داعشه یوازې ننګرهار نه وو چې ککرۍ دې په کې ماته شوه، په ټول افغانستان کې دې سر ماتوم".

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې دا مهال افغانستان له خپلو شمالي ګاونډیو او ایران سره ښې اړیکې لري، خو هغه یو ځل بیا پاکستان ته په خطاب وویل، چې د هیوادونو د ملي ګټو ته د درناوي په صورت کې، په سیمه کې ثبات او د ښو اړیکو جوړیدلو ته زمینه برابرېدلی شي.

هغه وویل "افغانستان د اسیا زړګی دی، دلته دې څوک دا ګمان ونکړي چې په جبر کوم نظام راتلی شي، افغانانو ته په قدر او عزت وګورئ، زموږ برخه له ټولو سره همغږي ده خو د ملي ګټو په اساس".

ولسمشر غني نن سهار د اجرائیه رئیس او یو شمیر نورو دولتي چارواکو په ګډون د افغانستان د خپلواکۍ د څلي تر څنګ د ګلانو د ګیډۍ په ايښودلو سره په رسمي ډول د خپلواکۍ د جشن پیل وکړ.

خو د ارګ په مراسمو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون نه درلود.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلی عبدالله د ارګ د مراسمو پر مهال د افغانستان په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ د ورځې په یوې بلې لمانځ‌غونډه کې ګډون درلود.

په کابل کې د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي او د ښار مرکزي برخې ته ټولې غځیدلې لارې د د موټرو د تګ راتګ په مخ تړل شوې دي.

په کابل او ولایتونو کې د افغان حکومت له‌ خوا د دغو مراسمو د لمانځلو سربیره ځوانان او د مدني ټولنې فعالین هم دا ورځ د غونډو او مارشونو په ترسره کولو لمانځي.

۹۷ کاله مخکې د زمري په ۲۸مه نېټه افغانانو له انګلیسانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه. له هغې وروسته هرکال دغه ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي وي او د افغانانو له خوا په درناوي لمانځل کیږي.