BBC
 شاته

کاتلونیا مشر وايي د اسپانیا لومړي وزیر پلان به و نه مني

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption کارلس پوجدمان ویلي کاتلونیا به د مادرید پلان و نه مني

کتالان ولسمشر کارلس پوجدمان ویلي کاتلونیا به د مادرید هغه پلان و نه مني، چې غواړي د سیمې خپلواکۍ مخه ونیسي.

یوه اعلامیه کې نوموړي پر سیمه مخامخ واکمني پر کاتلونیا اساسي قانون د فرانکو له دیکتاتورۍ راوروسته تر ټولو ناوړه برید بللی دی.

له دې مخکې د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راجوی د کاتلونیا سیمې مشرتابه لرې کولو او د سیمې کنترول لاس کې اخیستو پلان اعلان کړ.

ښاغلي پوجدمان ویلي د خبرو له ردولو وروسته اسپانیا حکومت د کتالان خلکو دیموکراتیک حقونه تر پښو لاندې کوي.

نوموړي ویلي کتالان پارلمان کې به د ښاغلي راجوی څرګندونو ته د ځواب ورکولو په تړاو د یوې غونډې غوښتنه وکړي. اروپایانو ته په انګلیسي ژبه وینا کې ښاغلي پوجدمان وویل کاتلونیا کې د اروپايي اتحادیې 'بنسټیز ارزښتونه ' له ګواښ سره مخامخ دي.

کاتالونیا "د خپلواکۍ حق ګټلی"

د اسپانیا پاچا د کاتالونیا ټولپوښتنه ناقانونه وبلله

د کابیې له یوې بېړنیزې غونډې وروسته د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راجوی د کاتلونیا پارلمان له منحلولو ډډه وکړه، خو په دغه سیمه کې یې د ټاکنو تر سره کولو پلان وړاندې کړ.

څو راتلونکو ورځو کې به د اسپانیا مشرانو جرګه دغه اقدامات تایید کړي. دغه پلان کاتلونیا کې له یوې ناندریزې ټولپوښتنې درې اونۍ وروسته وړاندې کېږي.

کاتلونیا مشر کارلس پوجدمان د مرکزي حکومت هغه غوښتنه رد کړې، چې ګواکې د خپلواکۍ اعلان دې بېرته واخلي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راجوی د کاتلونیا پارلمان له منحلولو ډډه وکړه

ښاغلي راجوی ویلي حکومت یې د مستقیم رول له پلي کولو پرته بله لار نه لري او وايي د کاتلونیا حکومت کړنې 'د قانون خلاف دي او باید مخنیوی یې وشي. '