BBC
 شاته

غني: لا هم د خپلې ازادۍ دفاع لپاره د ژمنې تازه کولو ته اړتیا لرو

Image copyright EPA

له بریتانیا نه د افغانستان د خپلواکۍ اخستو ۹۷مه کلیزه د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې ونمانځل شوه.

دغه مراسم تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په پلازمېنه کابل کې ترسره شول چې دولتي چارواکو او یو سیاسي څېرو پکې ونډه اخستې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت دننه "د ازادۍ څلي" کې د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

ښاغلي غني ددغې ورځې د نمانځلو په غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل: "نور هېوادونه تر ۹۰ یا ۵۰ کلونو وروسته چې خپله خپلواکي او ازادي نمانځي، هغه د یوه تاریخي لاسته راوړنې په توګه نمانځي، خو موږ له بده مرغه په داسې حال کې خپله ازادي نمانځو چې لا هم د خپلې ازادۍ د دفاع لپاره د ژمنې تازه کولو ته اړتیا لرو."

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ نمانځلو غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالان نه وو.

د افغانستان ولسمشر خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان به خپل بهرنی سیاست هېچا ته ونه سپاري.

هغه له نړیوالې ټولنې، اسلامي او د سیمې اکثرو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ ښو اړیکو ته اشاره وکړه او له هغه یې د مهمې لاسته راوړنې په توګه یادونه وکړه.

ښاغلي غني په مشخص ډول د پاکستان نوم یاد کړ او ویې ویل: "پاکستان ته زموږ پیغام څرګند دی، د ملي ګټو په چوکاټ کې دولت په دولت اړیکې غواړو. موږ له خپلو علیا ملي ګټو نه شاته کېږو او په دې چوکاټ کې سیمې ته سوله راتلی شي."

هغه یو ځل بیا افغانستان کې جګړه پر دې هېواد تپل شوې وګڼله او زیاته یې کړه ۹ ډلې چې ملګرو ملتونو د ترهګریزو سازمانونو په توګه پېژندلي د افغانستان او نړۍ د نابودۍ لپاره کار کوي.

هغه په مشخصه توګه اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو به په ټول هېواد خپل وسله وال مخالفین وځپي.

هغه وویل: "دا فکر مه کوئ چئ د زمري کور ته راشئ او د ګیدړ غوندې درسره چلند وشي."

ښاغلي غني د ترهګرۍ د نابودۍ لپاره د ټولې نړۍ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړۍ باید پوه شي چې کوم کسان "د ترهګریزو خوځښتونو ملاتړي" دی.

هغه په نننیو مراسمو کې د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا، عدلي او قضایي ادارو کې اصلاحاتو او له طبیعي سرچینو ګټه اخستنې په برخه د لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل چې ددې هېواد اصلي لومړیتوب ثبات دی چې په دغو کارونو ترلاسه کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځې نمانځنې لپاره، پر دولتي مراسمو سربېره د دې هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لکه کابل، ننګرهار، هلمند او بلخ کې یو شمېر خلکو په سختو امنیتي شرایطو کې اتڼونه وکړل.