BBC
 شاته

اروپايي ټولنې پر ګوګل شرکت د 'بې باورۍ' نوي تورونه لګولي

Image copyright AFP

اروپايي ټولنه وايي، پر تکنالوژي شرکت ګوګل، فشار ډېروي او وايي دغه شرکت په انلاین پېرپلور کې له خپلې غلبې ناوړه ګټه اخیستې.

د دوی په وینا ګوګل په دغه ډګر کې سالمه سیالي محدوده کړې ده.

دوی دغه راز ویلي، ګوګل د هغو سوداګریزو اعلانونو مخه نیسي، چې د دوی له لارې یې د دوی سیالې پاڼې خپروي.

داسې هم ویل شوي، چې ګوګل د لټون پایلو کې د خپل اوسني پیر پلور خدمتونو پیاوړتیا لپاره اوسنی لګښت ډېر کړی دی.

د اروپايي ټولنې سوداګریزې سیالۍ کمشنره مارګریټ ویستاګر وايي، 'ګوګل د سیالانو پر وړاندې د خنډونو راپورته کولو حق نه لري.'

هغه وايي:

''ګوګل داسې ډېر تولیدات وړاندې کړي، چې زموږ ژوند کې یې بدلون راوستی، خو د دې معانا دا نه ده، چې ګواکې ګوګل د نورو کمپنیو د نوښتونو مخه ونیسي''

ګوګل وار له مخه له داسې تورونو سره مخامخ ده، چې ګواکې د اندراید فعالیت له خپله حقه ناروا ګټه اخلي.

پر دغې امریکايي کمپنۍ تور دی، چې له هغو شرکتونو بې ځایه غوښتنې کوي، چې دغه سيسټم کاروي او سیالي یې محدوده کړې ده.

د ګوګل یوه ویندوی د پنجشنبې په ورځ وویل:

''موږ په دې باور یو، چې زموږ نوښتونو او تولیداتو د اروپايي مشتریانو لپاره د انتخاب فرصتونه ډېر کړي او سالمې سیالي ته یې مخه پرانیستې''

موږ د اروپايي کمېسیون د څرګندونو په اړه بشپړ غور وکړو او راتلونکو اونیو کې به خپل غبرګون څرګند کړو.