شاته

پاکستان کې ځینې کسان وايي مسلمانان دي نو په ايډز نه اخته کېږي

افغانستان او پاکستان کې خلک د دې ناروغۍ په اړه غږېدل شرم ګڼي د انځور حقوق FAROOQ NAEEM
Image caption افغانستان او پاکستان کې یو شمېر خلک د اېډز ناروغۍ په اړه غږېدل شرم ګڼي

پاکستان کې روغتیاپالان وايي، دغه هېواد کې ایډز ناروغي وبايي بڼه غوره کړې او په خورا چټکۍ سره خپرېږي.

د پاکستان طبي اتحادیو ژورنال رپوټ کې ویل شوي، که دې لور ته پام و نه شي، کابو کول به یې له وسه تېره چاره شي.

پاکستان کې د ایډز کنترول ملي پروګرام چارواکو په خبره دغه هېواد کې پر ایچ ای وي ویروس د اخته ناروغانو شمېر ۱۳۳ زره کسانو ته رسېدلی دی.

مسوولین وايي، د تېر یوه کال اوږدو کې ۳۶ زره پاکستانیان دغه ویروس اغېزمن کړي دي. څېړونکي وايي، لوېديځه نړۍ کې ایډز په لږېدو دی، خو پاکستان کې پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

څېړونکي وايي ''مهم لامل یې عامه پوهاوی دی. لوېدیځو هېوادونو کې د خوندیتوب لپاره اقدامات کېږي او له همدې کبله یې ناروغي نورو ته نه لېږدي او د معایناتو خورا مناسب نظام فعال دی، چې ژر یې په اړه معلومات تر لاسه کېږي، خو بل لور ته پاکستان ډېر خلک په دې پوهېږي هم نه، چې ایډز څه دی، دوی ان دا وايي چې موږ مسلمانان یو، موږ به ولې پر ایډز اخته کېږو؟ ''

د ایډز ناروغۍ په برخه کې افغانستان او پاکستان غواړي ګډ‌ کار وکړي

خوست کې د ایچ ای وي او زیړي نوی وقایوي مرکز

د ایډز نړیواله ورځ، افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې

افغانستان او پاکستان کې د ایډز په اړه خبرې کول عیب بلل کېږي نو ځکه یې په اړه خلک معلومات نه لري.

د څېړونکو په وینا د پنجاب جلالپور جټان سیمې په یوه کوچني کلي کې په ایډز اخته ۷۵ ناروغان موندل شوي دي او د چینیوټ سیمې یوه بل کلي کې د ۴۰ ناروغانو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي.

د انځور حقوق RIZWAN TABASSUM

څېړونکي وايي دغه کسان نه پوهېدل چې دوی په څه ډول ناروغۍ اخته دي او په همدې بې خبرۍ کې یې ناروغي نورو کسانو ته هم لېږدوله.

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت سره د دغې ناروغۍ د کنټرول برخه کې مرسته کوي او تېر کال یې دې لړ کې دغه هېواد ته نژدې ۳۷ میلیونه ډالره مرسته ورکړې.

د رپوټ لیکونکي وايي ستونزه دا ده، چې دغې ناروغۍ پورې د تړلې رسوايۍ له کبله ناروغان خپله ناروغي پټوي او له همدې کبله یې په درملنه کې هم ستونزې رامنځته کېږي. کارپوهانو په پراخه کچه دې لړ کې د عامه پوهاوي خپرولو غوښتنه کړې.