BBC
 شاته

سویلي اسیا کې د ککړې هوا له کبله مړینه ډېره شوې

د هوا ککړتيا نړۍ کې يو پر شپږ مرګونه پېښوي، چې د اېډز، ټيبرکلوز يا نري رنځ او ملاريا له امله له مرګونو درې برابره لوړ دي. په يو راپور کې چې د لانسېټ طبي ژورنال کې خپور شوی، څېړونکي وايي د هوا لوړې کچې ککړتيا ته پرله پسې مخامختيا، د زړه ناروغي، سکتو او د سږيو سرطان ناروغيو لامل کېږي. د افغانستان او پاکستان په ګډون د جنوبي اسيا هېوادونه د ککړتيا له امله نړۍ کې د مرګونو تر ټولو لوړه کچه لري.