BBC
 شاته

افغانستان کې د فرسټ کلاس کرېکټ پیل

نن په دې هم افغان کرېکټ ته تاریخي ورځ وه چې په کابل او جلال اباد کې په لومړي ځل فرسټ کلاس لوبې وشوې. نجات مسعود د بند امیر له خوا شپږ کسه وسوځول چې پر افغان خاوره د فرسټ کلاس بالینګ لومړنۍ بریالۍ هڅه ده. فرید نظري د کابل لوبغالي ته ورغلی و.