BBC
 شاته

د افغانستان دوو جوماتونو کې ځانمرګي بریدونو ۶۰ کسان وژلي

برید د انځور حقوق ATA MOHAMMAD NOOR/FB

افغانستان کې په دوو بېلابېلو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۶۰ ولسي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

لومړنی برید د مرکزي ولایت غور په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د مازدیګر لمانځه پرمهال وشو چې د چارواکو په وینا د یوه دولت پلوي قومندان په ګډون یې ۲۰ کسان ووژل.

بل ځانمرګی بریدګر د ماښام لمانځه پرمهال په پلازمېنې کابل کې یو جومات په نښه کړ. د رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۳۹ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان حکومت ویلي، ددغه برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي دي. د دغو بریدونو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د کابل جومات کې دننه ځانمرګي برید شوی، چې ۳۹ کسان په کې وژل شوي او ۴۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي بریدګر لومړی په لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

د امام زمان پر جومات برید کې د ماشوم خبر جوړوونکي عکس

کابل کې پر جومات د جمعې ورځې برید مرګژوبله لوړه شوې

د کابل جوماتونو او تکیه خانو امنیت لپاره نوي تدبیرونه

ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی. ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې دغسې بشر ضد جنایتونه کوي، د (نابودۍ) مستحق دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید نه دی منلی، خو له دې مخکې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د افغانستان پلازمېنه او ځینو ولایتونو کې د شیعه افغانانو پر جوماتونو بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق .

د اګست وروستیو کې د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې د قلعه نجاران سیمې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال برید شوی و. هغه برید کې ۲۸ کسان وژل شوي وو او نژدې ۴۰ ټپیان شوي وو. داعش ډلې ویلي و، هغه برید دوی کړی.

دا اوونۍ ګردېز، غزني، کندهار او بیا پلازمېنه کابل کې خونړیو بريدونو کې د ګڼ شمېر ملکيانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او نژدې درې سوه نور په کې ټپيان شول.