BBC
 شاته

زلمیان د افغان فوټبال روښانه راتلونکې

.

افغانستان کې اوس د فوټبال د ودې لپاره د هڅو په لړ کې د تنکیو ځوانانو روزلو ته پام ډېر شوی او په هره کچه لوبغاړي روزل کیږي.

که څه هم د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کې ښه نه ده ځلېدلې خو په همدې وخت کې د تنکیو ځوانانو د فوټبال لوبډلو په کور دننه او بهر ښې لاس ته راوړنې لرلي دي.

اوس مهال افغانستان د فوټبال له دیارلس کلنو نیولې بیا تر ۲۳ کلونو ټيټ عمره بېلابېلې لوبډلې لري.

د فوټبال ګول ساتونکي په لوبه کې له ټکر وروسته مړ شو

د افغان نجونو فوټبال ولې پرمختګ ونه کړ؟

د افغانستان ۹۵ کلن فوټبال اوس په کوم حالت کې دی؟

په وروستیو کې د افغانستان تر پنځلس کلونو ټیټ عمره افغان لوبډلې په تاجکستان کې د مرکزي آسیا پنځو هېوادونو ترمنځ د سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه راز دوه کاله وړاندې د تنکیو ځوانانو ملي لوبډلې په کوریا کې د اسیايي سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرټر جنرال علي رضا آغا زاده وايي د تنکیو ځوانانو لوبډلو ودې ته هېلمن دی:

"موږ ډېر ښه پلانونه تر لاس لاندې لرو، له لس کلنو نیولې بیا تر لویانو. خو دغه چارې وخت او هم بودیجې ته اړتیا لري. "

د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې د ځوانانو فوټبال ته ډېر پام شوی او تر یوه حده هم آسانتیاوې ورته برابرې دي.

سمیع ارمان چې له کندهار ولایته د شپاړس کلنو ملي لوبډلې ته د ټاکل کېدو په موخه کابل ته راغلی وايي په کابل کې یې تمرینونه ښه دي او هم ډېره له آسانتیاوو برخمن شوی دی.

په وروستۍ شاوخوا یوې لسیزې کې افغان تنکیو زلمیانو بېلابېلو هېوادونو ته د سیالیو لپاره سفرونه کړي. چې دا د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې بې ساری بلل کیږي. د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی اوتوفیسټر په وینا څو کاله وړاندې دغو لوبډلو اصلا شتون نه درلود:

"اته ـ لس کاله مخکې موږ تر پڼځلس کلونو ټیټ عمره لوبډله نه درلوده، تر ۲۳ کلونو ټیټ عمره لوبډلې شتون نه درلود او په ټوله کې له نړیوالو سیالیو بهر وو. "

زیاتره تنکي زلمي لوبغاړي د بې وزلۍ له کبله نه شي کولای چې خپلې لوبې په ښه او منظم ډول ترسره کړي. زیاتره یې اقتصادي ستونزې لري او ځینې نور یې بیا د لوبو لپاره د لوبغالو نه شتون او ورزشي توکو له کمښته سر ټکوي.

د شپاړس کلونو ملي لوبډلې ګول ساتونکی نادر عطايي مې په داسې حال کې ولید چې دوه د جلا جوړو بوټان یې په پښو وو، لاندې یې نه کتل چې زما یې بوټانو ته پام نه شي. ښاغلی عطايي وايي که دوی د نورو هېوادونو د لوبغاړو په شان آسانتیاوې ولري نو د هغوي په شان لاس ته راوړنې هم لرلای شي:

"په ټوله کې د فوټبال فدراسیون هڅه کوي چې موږ ته زیاتې آسانتیاوې برابر کړي، دا چې افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی نو د نورو هېوادونو د لوبغاړو په شان موږ آسانتیاوې نه لرو. خو د بهرنیو لوبو لپاره بیا یو څه ښه یو. موږ د خپل هېواد لپاره خپل ټول وس کاروو او روزونکي مو هم زیار راسره باسي. "

په افغانستان کې سپورټ لاهم تر ډېره د حکومت ملاتړ ته اړ دی، ځګه ډېری لوبې لا پوره سوداګریزې شوې نه دي. یواځې لږ شمېر سوداګر او پانګوالو د لوبغاړو او لوبو ملاتړ کوي. منیر احمد له افغان ملي سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ غوښتنه کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې مخکنی روزونکی یوسف کارګر بیا وايي پانګوال، سوداګر او خلک باید له زغمه کار واخلي او حوصله ولري، ځکه په لنډه موده کې پر فوټبال د پآنګونې پایلې نه ترلاسه کیږي:

"د فوټبال لوبه او لوبغاړي ژر حاصل نه ورکوي، ددې لپاره بودیجې، پانګونې او کار ته اړتیا ده. او دلته یوه سالم مدیریت ته اړتیا ده. تاسو ولیدل چې زموږ د پنځلس کلونو لوبډله په آسیایي سیالیو کې اتله شوه دا پرونۍ لوبډله نه وه، له اوو کلونو راهیسې ورته پروګرامونه نیول شوي وو، چې باالاخره یې پایله ترلاسه کړه او اتلولي یې خپله کړه. "

د فوټبال چارو شنونکو په باور که پر ځوان نسل کار او نوره پانګونه وشي نو لېرې نه ده چې د افغانستان فوټبال په نړیواله کچه له سیالانو سره سیال شي.