۲۷ کاله وروسته بغداد ته د سعودي سوداګریزه الوتکه رسېدلې
د سعودي عربستان "ناس هوايي" شرکت اعلان کړی چې له ۲۷ کلونو وروسته یې د عراق بغداد ته لومړنۍ سوداګریزه الوتکه رسېدلې ده.
سعودي عربستان په ۱۹۹۰ کال عراق ته هغه مهال خپلې الوتنې درولې وې، چې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین پر کویت برید وکړ، خو وروسته ریاض له عراق سره په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي په موخه د خپلو اړیکو ښه کولو هڅې وکړې.
په تېره اګسټ میاشت کې دواړو هېوادونو وویل، د عرعر په نوم خپل هغه سرحدي تنګی بېرته پرانیزي، چې په ۱۹۹۰ کال تړل شوی و.
ناس هوايي شرکت وايي، د عراق نورو ښارونو ته هم د الوتنو پیلولو هوډ لري.
دغه شرکت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "نن مو له ریاضه بغداد ته خپله لومړنۍ الوتنه پیل کړه". ددغې الوتنې انځورونه هم خپاره شوي.
د ناس شرکت اجرایوي مشر بندر المهنا ویلي، دا ګام د "دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ اړیکو " ښه کولو پیلامه ده.
د سعودي عربستان او عراق ترمنځ اړیکي له څو کلنې ترینګلتیا وروسته په وروستیو میاشتو کې بېرته ښه شوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چار ووزیر عادل الجبیر په تېره فبرورۍ میاشت کې له عراقي لومړي وزیر حیدرالعبادي سره د خبرو لپاره بغداد ته تللی و.
له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق او سعودي عربستان دیپلوماتیک کتنې نه وې.
بیا په جون میاشت کې العبادي ریاض ته ولاړ، خو ترې وړاندې د عراقي شیعه ګانو مشر مقتدی الصدر هم عربستان ته تللی و.
ناس خصوصي هوايي شرکت د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو نه د عراق لویو ښارونو ته د نورو الوتنو هوډ هم لري.