BBC
 شاته

د سوریې دولتي زندانونو کې نژدې ۱۸ زره کسان مړه شوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي؛ له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د سوریې په دولتي زندانونو کې د ربړونو له امله نژدې ۱۸ زره کسان مړه شوي. ددغه سازمان په زندانونو کې د ربړونو او جنسي تېریو خبره هم کوي.

دغې نړیوالې ادارې ویلي؛ ددوی په اسنادو کې له هغو ۶۵ کسانو سره خبرې هم شاملې دي چې له شکنجو ژوندي پاتې شوي چې په زندانونو او توقیف ځایونو کې بوږنوونکې ځورونې څرګندوي.

د بشري حقونو ملاتړو ډلو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر دمشق فشار راولي ترڅو ځورونې پایته ورسوي.

د سوریې حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

دا راپور د "انسان ماتوي: د سوریې په زندانونو کې ربړونه، ناروغۍ او مرګ" په نوم د بخښنې نړیوال سازمان په پنجشنبې په ورځ خپور کړی دی.

دا ډله اټکلوي چې سوریه کې د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د ولسمشر بشار اسد پرضد د پاڅون له پیلېدو راهیسې د ۲۰۱۵ کال تر دسمبر پورې ددغه هیواد په حکومتي زندانونو کې له ۱۷۷۲۳ ډېر کسان مړه شوي دي.

Image copyright

د بخښنې سازمان وايي، دا ښيي چې په منځني توګه هره ورځ ۱۰ کسان یا په میاشت کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

نیول شوي کسان عموماً زندان ته رسېدو سره د زندان د ساتونوکو له خوا وهل شوي. دا وهل ډبول بندیانو ته د "ښه راغلاست" په نوم پيژندل کیږي.

د بخښنې اداره وايي، تردې ډبولو وروسته سملاسي تلاشي پیلیږي او په دې لړ کې په ځانګړې توګه پر ښځو د نارینه ساتونکو د جنسي تېري رپوټونه ورکړل شوي.

د سامر په نوم یوه زنداني د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي، "دوی موږ سره د څارویو په څېر چلند کاوه. دومره چې څومره ممکن و ناانساني چلند کاوه. ما وینې ولیدې چې د سیند په څېر به روانې وې ... هېڅکله مې دا تصور نه و کړی چې انسانیت دې دومره ټیټې کچې ته ورسېږي. ... هغوی زموږ په وژلو کې کومه ستونزه نه درلوده چې هلته یا یې وروسته وژلي وای."

یوه بل زنداني زید (اصلي نوم یې نه دی)، کیسه کړې چې د استخباراتو ادارې په یوه زندان کې د تهویې سیستم خرابېدو له امله په یوه ورځ ۷ کسان څنګه مړه شول.

زید زیاته کړه، "موږ یې په لغتو وهلو چې پوه شي څوک ژوندي او څوک مړه دي."

منځني ختیځ او د افریقا شمال لپاره د بخښنې سازمان مدیر فلیپ لوتر وویل، "د سوریې دولتي ځواکونه له څو لسیزو راهیسې د مخالفینو د ځپلو لپاره له شکنجې کار اخلي.

هغه زیاته کړه، "نن ورځ شکنجه په سیستماتیک ډول د په عامو خلکو کې د هغو کسانو پرضد کارول کېږي چې د دولت پرمخالفت شکمن دي او د بشريت پرضد جنایت سره برابر دی."

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورې ملاتړې ادارې وایي، نړیوال ټولنه باید ژر ترژره پر دغو ادعاوو بحث وکړي، په ځانګړې توګه امریکا او روسیه چې د سوریې په کړکېچ کې د سولې خبرو لارښوونه کوي.