BBC
 شاته

ملګري ملتونه: د سوریې رقې ښار تللو ته چمتو یوو

. د انځور حقوق Reuters

د سوریې له رقې ښار څخه د داعشي جنګیالیو تر شړلو وروسته ملګرو ملتونه وايي، چمتو دي چې دغه ښار ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي په دمشق کې بي بي سي ته وویل، سیمې ته لاسرسی لرل یې له لومړیتوبونو دي، خو خبرداری یې ور کړ، هغه ۳۰۰ زره کسان چې له رقې کډه شوي او د څنګلورو سیمو په پنډغالو کې دېره شوي، پراخو بېړنیو مرستو ته اړ دي.

مرسته کوونکو بنسټونو ویلي، کلونه وخت به واخلي چې د رقې بې ځایه شوي بېرته په خپلو مېنو ځای پر ځای شي.

د (سوریې ډیموکراټیک ځواکونو) په نامه یوه وسله واله ډله چې د امریکا ملاتړ ور سره دی، وايي، د رقې ښار د دوی په بشپړ کنټرول کې دی.

د دغه ایتلاف ویاند مصطفی بالي ویلي، دمګړۍ په ښار کې د پټو شویو داعشي جنګیالیو لټون پیل شوی او ځواکونه یې د داعشیانو له خوا د ځای پر ځای شویو ماینونو په شنډلو لګیا دي.

مرستندویه ډلې وايي، د داعشي جنګیالیو پر ضد ۴ میاشتینیو پرلپسې عملیاتو، د رقې ښار ملکي بنسټونو ته سخت زیان رسولی دی.

د انځور حقوق DIGITAL GLOBE
Image caption د رقې ښار له جګړې وروسته (ښی) او له جګړې مخکې (کیڼ)

په دمشق کې د ملګرو ملتونو یوې چارواکې (لینډا ټام) خبریالانو ته وویل، فکر نه کېږي چې کوم نانظامي کس دې د سوريې په رقه ښار کې پاتې وي.

نوموړې زیاته کړه، مرستندویه ډلې د رقې شاوخوا د کډوالو په پنډغالو کې اړمنو ته د مرستې رسولو لپاره هلې ځلې کوي. دغه کډوال د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او درملو ته اړتیا لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
رقه کې څه تېرېږي