د عکسونو البوم: د ښځینه کروندګرو د محصولاتو نندارتون
-
BBC
کابل کې د ښځینه بزګرو د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې په موخه نندارتون جوړ شوی.
-
BBC
په دې نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو لسګونه کروندګرو ښځو ګډون کړی و.
-
BBC
دا نندارتون به درې ورځې دوام لري.
-
BBC
د افغانستان نارنج په سیمه کې نوم لري
-
BBC
ددې ترڅنګ، رنګارنګ مڼې، انګور، مېوې او سبزیجات هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
-
BBC
د اسیايي هېوادونو په پرتله افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې لپاره ښه ځایونه لري
-
BBC
افغانستان د انګورو بېلابېل ډولونه او ګڼ فصلونه لري
-
BBC
تر ډېره کرنه په کلیوالو سیمو کې دود ده.
-
BBC
په نندارتون کې له هوږې، پیاز، خربوزې نیولې ان د کندهار تر انارو کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي.
-
BBC
تر ډېره په کلیوالو سیمو کې ښځې درانه کرنیز کارونه کوي.
-
BBC
د نندارتون یوې ګډونوالې ویل، کاپیسا ولایت کې یې خپلې کروندې ته نارینه کارکوونکي ګومارلي دي.