BBC
 شاته

کرېکټ: سریلانکا لوبډله لاهور ته ځي، خو نیمګړې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۲۰۰۹ کال راهیسې کومې نړيوالې کرېکټ لوبډلې پاکستان ته سفر نه دی کړی

کلونه وروسته په لومړي ځل یوې نړېوالې لوبډلې زړه ښه کړی چې له پاکستانۍ لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو د پایلوبې د لوبولو لپاره د دغه هېواد لاهور ښار ته سفر وکړي.

دا به له ۲۰۰۹ کال راهیسې د کرېکټ لومړنۍ بهرنۍ لوبډله وي چې دغه هېواد ته سفر کوي.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله له پاکستانۍ هغې سره درې نړیوالې شل اوریزې لوبې لري چې لومړۍ او دویمه لوبه به یې د اکټوبر په ۲۶مه او ۲۷مه په دوبۍ او پایلوبه به یې د همدې میاشتې په ۲۹مه د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سره شي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې د سریلانکا ملي لوبډله به ټوله لاهور ته لاړه شي او که څنګه؟

ځکه داسې رپوټونه هم شته چې یو شمېر لوبغاړو پاکستان ته له تلو چورلټ انکار کړی.

د سریلانکا لوبډلمشر اوپل ترینګا، لاسېت ملینګا او لکمل هغه لوبغاړي دي چې په اړه یې ویل کېږي لاهور ته له تلو ډډه کوي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د سریلانکا د ملي لوبډلې ټولو غړو او قراردادي لوبغاړو د خپل هېواد کرېکټ بورډ ته په یوه لیک کې پاکستان ته له تلو انکار کړی و او د پایلوبې د ځای د بدلولو غوښتنه یې کړې وه.

د سریلانکا کرېکټ بورډ وايي، د غوراوي کمېټه د لوبغاړو پر ۲۲ کسیز نوملړ کار کوي چې له منځه به یې د اکټوبر په ۲۰مه ۱۵ لوبغاړي د پایلوبې لپاره غوره کا:

" د سریلانکا کرېکټ بورډ د اکټوبر په ۲۹مه د پاکستان په قذافي لوبغالي کې د پایلوبې د تر سره کولو ډاډ ور کوي. "

په اعلامیه کې راغلي، د بورډ اجرایه کمېټې د کرېکټ او نورو ازادو امنیتي شنونکو د نظرونه تر ارزولو وروسته پاکستان ته تلو پرېکړه کړې ده.

۲۰۰۹ کال کې د لاهور قذافي سټېډیم ته څېرمه د سریلانکا کرېکټ لوبډلې د سپرلۍ پر ګاډي وسله وال برید وشو چې یو شمېر لوبغاړي او کارکوونکي یې ټپیان شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راپورونه وايي، یو شمېر لوبغاړو پاکستان ته له تلو چورلټ انکار کړی

پر سریلانکايي لوبغاړو تر برید وروسته نړیوال کرېکټ له پاکستانه وکوچېد او بهرني لوبغاړي د نامساعد امنیتي وضعیت له امله دغه هېواد ته له تلو ډډه کوي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشرنجم سیتي وروسته له هغه چې د سریلانکا کرېکټ بورډ په دغه هېواد کې د پایلوبې تر سره کولو ته غاړه کېښوده، ویلي:

" دا تاریخي شېبه ده، زه د سریلانکا د کرېکټ بورډ د مشر تالینګا سوماتیپالا منندوی یم. همغه دوه میاشتې وړاندې په کولمبو کې راته وویل، نړیوال کرېکټ به پاکستان ته ستون کړو او لومړی ګام به موږ واخلو. "

د سریلانکا د کرېکټ بورډ مشر به هم د لاهور په سفر کې له خپلې لوبډلې سره ملګری وي.

____________________