کابل کې د پکتیا امنیه قومندان د جنازې مراسم
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او جګپوړو افغان چارواکو په حضور د پکتیا د وژل شوي امنیه قومندان د جنازې مراسم کابل کې ترسره شول. جنرال توریالی عبدیاني او څه باندې ۴۰ نور کسان تېره ورځ د پکتیا پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید کې ووژل شو.
ولسمشر غني په سردار محمد داوود خان روغتون کې د مل پاسوال توریالي عبدیاني تابوت ته درناوی وکړ.
د ښاغلي عبدیاني د جنازې مراسمو ته کابل کې ټینګ امنیت نیول شوی و. د نوموړي جنازه د کابل عیدګاه جومات کې وشوه چې د مراسمو خپرو شویو انځورونو کې ولسمشر غني هم لیدل کېږي.
د کورنیو چاروسرپرست وزیر ویس احمد برمک د یوه پیغام په خپرولو ویلي، د جنرال عبدیاني ملګري ژوندي دي چې ډېر ژر به له بې زړه ترهګرو نه د هغه د وژل کېدو غچ واخلي.
د پکتيا او غزني بريدونو کې څه دپاسه ٧٠ تنه وژل شوي
غزني کې د طالبانو موټربم برید ۳۰ کسان وژلي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا برید ۴۸ وژل شویو کې ۲۰ ولسي وګړي وو.
طالبانو د وژل شویو او ټپیانو شمېر ډېر لوړ ښودلی و.
کورنیو چارووزارت د طالب بریدګرو شمېر اوه کسه ښودلی، خو طالبانو ویلی اتو بریدګرو برید کړی.
برید کوونکو د پولیسو له جامو او موټرو په ګټې اخیستو د پکتیا امنیه قومندان د دفتر تر دروازې ځانونه رسولي وو.
طالبان وايي، له دې بریده یې د امریکا او افغانستان دولتونو ته دا پیغام رسول وو، چې په رڼا ورځ دوی کولی شي د ولایت د امنیه قومندان پر دفتر برید وکړي او د امریکا د نوې تګلارې په اعلانولو سره به دوی ماتې نه خوري.