BBC
 شاته

په هوايي بریدونو کې د ولسي افغانانو مرګ ژوبله درې برابره شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا تېره میاشت په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو ډېره بمباري کړې ده.

د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله درې برابره ډېره شوې ده.

دا موندنې په داسې مهال دي چې د وسلوالو طالبانو او داعش پرضد د افغان او ناټو هوايي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي.

امریکا یوازې په تېره سپتمبر میاشت کې د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، چې دا په تېرو اوو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

* هرات: هوايي برید کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي

* ملګري ملتونه: ۲۰۱۶ کال کې سلګونه ماشومان وژل شوي

د انساني حقونو د خپلواک کمېسون ویاند بلال صديقي له بي بي سي سره خبرو کې هیله وښوده چې په هوايي بريدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ډېر غور وشي.

د بلال صديقي په خبره، د هوايي بريدونو ډېروالي د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ډېره کړې ده.

"د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې ۲۶۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۶۹ وژل شوي او ۹۳ ټپیان دي. په دوی کې ۱۷۲ د افغان هوايي ځواکونو له لوري او ۸۲ د چټک غبرګون ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي".

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيری وايي، د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د ولسي مرګ ژوبلې مخنیوی کوي.

د امریکا کم سارې بمباري

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هوايي بریدونو ډېرېدل د امریکا د نوې افغان ستراتیژۍ برخه ده.

د انساني حقونو د خپلواک کمېسون په موندنو کې د امریکا یا ناټو په هوايي بریدونو کې د ولسي افغانانو مرګ ژوبلې ته اشاره نه ده شوې.

خو پر افغان ځواکونو سربېره امریکا هم د طالبانو او داعش د ځپلو لپاره بریدونه ډېر کړي دي.

د دغو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو تېره پنجشنبه د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې دوه کورونه په نښه کړل.

که څه هم ځايي چارواکو ویل، په هغه برید کې د داعش د دوو قومندانانو په ګډون تر ۱۴ وسلوال وژل شوي، خو ځايي خلکو ویل په بمبار کې تر ۲۰ پورې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

امریکايي ځواکونو په تېره سپتمبر میاشت کې د دې ډلو پرضد۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، چې دا په تېرو اوو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

* د شپږېزه سیالیو لوبغالي سره نژدې چاودنه

* د کابل چاودنه: د خليل الرحمن مړی او ژوندی ورک دی

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قومندې د معلوماتو له مخې، د تېرې اګست میاشتې د هوايي بریدونو پرتله، سپتمبر کې د اورپکو پروړاندې افغانستان کې د امریکا ۵۰ سلنه هوايي بریدونه ډېر شوي وو.

سرچینه وايي، دا د ټرمپ د تګلارې یوه برخه ده چې افغانستان کې "د سخت دریځو ډلو پروړاندې بریدونه ډېر" شي.

له ۲۰۱۰ کال وروسته‌ په ۲۰۱۲ کال اګست میاشت کې افغانستان کې امریکا تر ټولو ډېر ۵۸۹ بمونه غورځولي وو.

خو سپتمبر میاشت کې امریکا دوه سوه نور بریدونه پرې اضافه کړل.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندې په رپوټ کې ویل شوي "د بریدونو دا ډېروالی د ولسمشر د هغې ستراتیژۍ پر بنسټ شوی،‌ چې د افغانانو پروړاندې دې په دې هېواد کې د امنیت او ټیکاو راتلو لپاره د سخت دریځو پروړاندې بریدونه لا پسې ډېر شي."

په رپوټ کې راغلي "پردې سربېره، په بګرام هوايي ډګر کې د شپږو ایف ۱۶ الوتکو په اضافه کېدو سره، افغانستان کې د بي ۵۲ الوتکو ماموریت هم ډېر کړل شوی، دا ځکه چې د اورپکو ډلو پروړاندې د هوايي بریدونو د ډېروالي اړتیا لیدل کېده".

د ملګرو ملتونو رپوټ

د انځور حقوق Getty Images

بل لور ته د ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې په ټولييزه توګه د ټول هېواد په کچه د ولسي مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

رپوټ کاږي چې د سږکال په لومړيو نهو میاشتو کې ۲۶۴۰ ملکي کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر ۵۳۷۰ تنو ته رسيږي.

د دې رپوټ له مخې د قربانیانو په شمېر کې د تېر کال پرتله د پام وړ کوم توپير نه دی راغلی.

دا موندنې په داسې مهال دي چې وسلوالو طالبانو د سې شنبې په ورځ په پکتیا او غزني کې په دوو بریدونو سره له ۷۰ ډېر کسان ووژل او تر دوو سوو یې ټپیان کړل چې ډېری ولسي وګړي دي.