BBC
 شاته

د هند چایو پر صنعت ګوزار

د نړۍ د چايو تر ټولو مشهور صنعت چې د هند شمال ختيځه دارجلنګ کې دی، له پراخو زيانونو سره مخامخ دی. دې سيمه کې نيپالي توکمه بېلتونپالو وروسته له هغه کاربنديز وکړ، چې ایالتي حکومت ښوونځيو کې د بنګالۍ ژبې زده کړه لازمي کړه. دې سل ورځني کاربنديز کې کاروبار نژدې په ټپه درېدلی و، او د چايو صنعت هم د کاربنديز له پای سره بيا هم اونۍ له ستونزې سره مخامخ دی.