BBC
 شاته

معلولیت د هنر پر وړاندې خنډ نه دی

ربابه محمدي يوه معلوله پېغله ده، خو جسمي نيمګړتيا یې د وړتياوو غوړولو پر وړاندې خنډ نه دی جوړ کړی. د لاس او پښو شلوالي سره سره يې انځورګرۍ ته مخه کړې او غواړي له معنا او مفهوم ډک انځورونه وکاږي.

وايي کله چې خپلې همزولې ګوري ښوونځيو ته ځي، او دا نه شي تلی دردېږي او له زړه يې يوازې خدای خبر وي، خو نهيلي کېږې نه. دې بي بي سي ته د خپل درد کيسه کړې