BBC
 شاته

د کوردستان پر سر ترېنګلتیا

څو ساعته وروسته له هغه چې د عراق حکومتي ځواکونو پر کرکوک ولکه وکړه، د کوردانو يو بل ښار سنجار هم د بغداد تر کنټرول لاندې راغلی دی. کرکوک نن داسې ښکارېده چې بېرته عادی حالت ته په ستنېدو و.

دلته بيا سنجار کې د کوردانو پېشمرګه جنګيالي له جګړې پرته په وتو دي دا ټولې پرمختياوې د خپلواکۍ په اړه دا تېرې مياشت د کوردانو له ناندره ييزې ټولپوښتنې وروسته کېږي چې د بغداد د واک په ننګولو کې شوې وه.