BBC
 شاته

دوو کلونو کې څه باندې دوه سوره زره افغان نجونو ښوونځي پرېښي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
یوه مرکه کوونکې چې ښوونځی یې په نیمه کې پرېښی

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار اداره وایي ښوونځي ته د تلونکو نجونو شمېر راټیټ شوی دی .

دغې ادارې په څلورو ولایتونو کې یوه سروې کړې او وایي د امنیتي ستونزو ترڅنګ د ښونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د تشنابونو کمښت، په ټیټ عمر کې واده او دې ته ورته نورې ستونزې لامل شوي چې په تیرو دو کلونو کې نژدې دوه لکه او شپږ زره نجونې ښوونځی پرېږدي.

"ته به ناروغ یې زه به ډاکټره نه یم" د بشري حقونو د څار ادارې د هغې سروې سرلیک چې په کې یې د افغانستان په څلورو ولایتونو کابل، بلخ، کندهار او ننګرهار کې د نجونو د زدکړو وضعیت ارزولی .

په سروې کې ۲۴۹ کسان پوښتل شوي او ډیری برخه یې هغه نجونې دي چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۸ کلنو دي.

افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد

افغانستان کې له نيمايي ډېرې نجونې لومړنيو زده کړو وروسته ښوونځي پرېښودو ته اړ کېږي

یوه مرکه کوونکې چې ښوونځی یې په نیمه کې پرېښی وایي: "که مې ښوونځی نیمه کې نه وای پرېښی اوس به ډاکټره یا ښوونکې وای ډېر ارمان کوم چې بشپړ کړی مې وای له دولته غواړم کورنۍ وهڅوي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي."

د بشري حقونو د څار اداره په خپلې سروې کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ وایي افغانستان کې ۳۰ سلنه ښوونځي د څښاک اوبه نه لري ۶۰ سلنه بې تشنابه دي او ۴۱ سلنه هغه ودانۍ نه لري .هغه ستونزې چې لامل شوي تر ډېره کورنۍ ښوونځي ته د خپلو لورګانو مخینوی وکړي .

د دغې ادارې د ښځو د برخې څېړونکې هیدر بار وایي د نجونو د زدکړو پر وړاندې یو بل لوې خنډ د ښځینه ښوونکو نشتوالی دی:

"یوه لویه ستونزه چې کورنۍ نه غواړي خپلې لورګانې ښونځي ته پریږدي د ښځینه ښوونکو کمی دی ټوله کې ۲۰ سلنه ښځینه ښوونکي دي چې تر ټولو کمه کچه یې په پکتیکا کې ده چې یو سلنه ښخینه ښونکي لري . (د دې ترڅنګ د ملاتړو کمښت د پخوا په پرتله اوس کم شوی دی یانې دوی زړه توري شوې اوس د نجونو د زدکړو برخه کې ډېر کار نه کوي."

اغلې هیدر بار وایي د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو ترمنځ نژدې دوه سوه زره نجونو په ۳۲ ولایتونو کې ښوونځي پرېښي.

د بي بي سي د یوه رپوټ موندنې هم دا وې چې افغانستان کې له نيمايي ډېرې نجونې تر لومړنيو زده کړو وروسته د ښوونځي پرېښودو ته اړ کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغان نجونو نیمګړی تعلیمي سفر

د بشري حقونو د څار اداره افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې له بهرنیو مرستندویانو سره یو ځای د نجونو د زدکړو برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دغه اداره وایي افغان حکومت باید په هغې تګلارې کار وکړي چې له مخې یې کورنۍ په اجباري ډول خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي ترڅنګ یې باید هغه پرېکړه جدي وګڼي چې بهرني او ملي امنیتي ځواکونه ښونځي د پوځي اهدافو لپاره ونه کاروي .