BBC
 شاته

د مسقط ناسته د افغان سولې لار نقشه جوړوي

وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي، نه بلنه ور کړل شوې او که بلنه هم ور کړل شي، په دغو خبرو کې به ګډون ونه کړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي، نه بلنه ور کړل شوې او که بلنه هم ور کړل شي، په دغو خبرو کې به ګډون ونه کړي.

په سعودي عربستان کې د چین سفیر هوا شین له لندنه خپریدونکې الشرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي هېواد یې له سعودي عربستان سره په ګډه د افغانستان او سیمې د ستونزو د هواري لپاره ګډ کاروي.

ښاغلي شین زیاته کړې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی برخه لري، ده ویلي د غونډې هدف دا دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د لارې یوه نقشه جوړه شي.

همدې ورځپاڼې په یوه بل رپوټ کې زیاته کړه کې د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي سره په ټیلېفوني خبرو کې د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ملاتړ کړی.

"وسلوال طالبان د مسقط غونډه کې ګډون نه کوي"

له ځنډ وروسته پر افغان سولې د پاکستان، امریکا او چین خبرې

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس ټربیون لیکي چې په کورمه ایجنسي په پروني برید کې د حقانې ډلې یو قوماندان وژل شوی، ورځپاڼې د ځايي چارواکو په حواله ویلي یوې بې پيلوټه الوتکې په صفري نقطه کې یو کور په نښه کړ چې پنځه تنه یې ووژل چې یو یې د حقانې ډلې قوماندان سنګین ولي شاه و.

په رپوټ کې ویل شوي په ځینې راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمیر اولس ښودل شوی دی. ایکسپریس ټریبیون زیاتوي چارواکو دا خبره چې ګواکې دغه برید د ډیورنډ کرښې په ختیځ لوري کې شوی رد کړې ده.

د انځور حقوق AFP/getty Images
Image caption ورځپاڼه زیاتوي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې نوموړي ښاغلي غني ته د لومړي وزیر نریندرا مودي له خوا بلنه ورکړه چې هند ته ورشي، رپوټ زیاتوي ښاغلي غني دغه غوښتنه ومنله.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې کابل ته ددغه هېواد د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال د سفر په اړه لیکي په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې وشوې.

ورځپاڼه زیاتوي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې نوموړي ښاغلي غني ته د لومړي وزیر نریندرا مودي له خوا بلنه ورکړه چې هند ته ورشي، رپوټ زیاتوي ښاغلي غني دغه غوښتنه ومنله.

ورځپاڼه زیاتوي دواړه لوریو د سولې لپاره د هغه فرصت هرکلی وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته رامنځته شوی دی.

بله هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا په همدې تړاو لیکي چې د هند د ملي امنیت سلاکار داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې د څلور اړخیزه غونډو لړۍ بیا پيل شوې.

ورځپاڼه زیاتوي د افغانستان په تړاو کې د وروستیو منډو تر ړو په لړ کې هند د شپږ جمع یو هېوادونو راتلونکې غونډې ته سترګې پر لاره دی.

د انځور حقوق Getty Images

د عراق یوه ورځپاڼه الزمان کې خپاره شوي یوه مطلب کې ویل شوي له د کردستان د ټولپوښتنې او جلا کېدو ډول په داسې حال کې وهل کیږي چې د عراق په دریمه برخه کې ناهیلي ډیره پراخه شوې او ددغو سیمو اوسیدونکي له نا امنیو ، سیاسي ناکراریو، له اقتصادي بې ثباتۍ او د ژوند له کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.